اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې كالعدم ټي اېل پي سره د امن مذاكرات شوي دي، د نهې تر ورځ به صورتحال معمول ته راشي، اوسنې حكومت په هېواد كښې د قانون په سرلوړې باور لري او مونږ حقيقي جمه??ري اصولو سره ولاړ يو، چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل س??ه په خبرو كښې ده ووئيل چې حكومت مظاهرچيانو سره كوم ډول تصادم نه غواړي، مونږ مظاهرچيانو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كوو. ده ووئيل چې د احتجاج او دهرنې په وجه بند كړې شوې لارې به د نهې تر ورځ پرانستلې شي. ده ووئيل چې حكومت به په هېواد كښې د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلو لپاره ټول ضر??ري اقدامات كوي او چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي.
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا