اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود شاه خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ كښې د كمي اعلان كړے ٬نن څخه به لوډشېډنګ درې ساعته شي او د 16 جون څخه به 3 ساعته څخه هم كم شي او تر جون به لوډشېډنګ 2 ساعته پاتې شي۔هغه د ګل په ورځ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره مېډيا ته بريفنګ وركولو ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل د برېښنا په بحران قابو موندلو لپاره بشپړه هڅې روانې دي٬په هېواد كښې د برېښنا طلب 25000 مېګاواټ څخه زيات دے او په هېواد كښې موجودو ذرائعو څخه يوازې 18 زره مېګاواټ برېښا جوړیږي٬د برېښنا پېداوار مو تر 21 زره مېګاواټ ته رسولے ٬تقريبا د 4 زره مېګاواټ كمے دے چې په سبب يې لوډشېډنګ كېږي٬ده ووئيل د برېښنا لوډشېډنګ به د نن څخه درې ساعته ته راشي٬د ارزانې برېښنا پېدا كولو دوه لوي پلانټونه تر نن بشپړ نه شو٬ ده ووئېل تېر حكومت د غلطو او كرپشن يو اوږد داستان پرېښوددې٬په پیټروليم مصنوعات يو فيصد هم ټېكس نه دې لاګو ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل كه تېر حكومت په وخت اقدامات كړې وو نو نن به دا حالات نه وو ٬په هېواد كښې چې ټول يونټس پیداوار راكړي نو 27 زره مېګاواټ برېښنا به پېدا كېږي۔
حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ كښې د كمي اعلان وكړو ٬نن څخه به لوډشېډنګ درې ساعته او د 16 جون څخه به د 3 ساعتو نه هم كم شي ٬د جون تر آخر به لوډشېډنګ 2 ساعته له راشي۔شاهد خاقان عباسي كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ