اسلام آباد13جولائي (اے پي پي) د قامي خوراك ٬ تحفط او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام په هېواد كښې د پومبې پېداوار زياتولو لپاره د پومبې اعلٰې قسم تخم جوړولو په ضرورت زور رواړے ۔ د نهې په ورځ په اېن اے آر سي كښې د پومبې پېداوار كښې د زياتوالي په حقله پروګرام ( سي اے آر ډي اے) پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په دې ورستيو كښې د موسمياتي بدلون او د ناوړه تخم له امله د پومبې فصل ته ډېر زيان رسېدلے۔ ده ووئيل پېداوار يوه لسيزه وړاندې 12 مېليونه ګانټه څخه 7 مېليونه ګانټھ له راغلے، د نړۍ د زياتره هېوادونو غوندې د پومبې په پاڼه د وائرس له امله پاكستان كښې هم د پومبې پېداوار ځپلے شوے۔ ده ووئيل د پومبې معياري تخم جوړولو كښې امريكې سره د همكارۍ عمل سره به پاكستان كښې د فصل پېداوار زياتولو له مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ووئيل په خاص توګه په تېرو دريو كالو كښې د حساسيت له امله د پومبې كروندګرو ته په سندھ كښې زيات زيان رسېدلے ۔ ده ووئيل د نورو څلورو فصلونو برعكس د پومبې پېدوار ډېر حساس شوے ۔ ده ووئيل زمونږ معيشت په لويه كچه د پومبې متبادل نه لري۔ په دې موقع د پي آے آر سي چيئرمېن ډاکټر عظيم خان هم وېنا وكړه۔
د پومبې معياري تخم او امريكې سره په همكارۍ به پاكستان كښې د فصل پېداوار زياتولو له مرسته ترلاسه شي۔ د وفاقي وزير سيد فخر امام د پومبې پېدواور كښې د زياتوالي پحقله د پروګرام پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena