اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه وئيلي دي چې مهمند، داسو او بھاشا بندونو جوړولو ته قامی ترجیح وشي نو زم??نږ سره به دومره دولت راشي چې كوم بل پلو كتلو ته به حاجت نه وي،م??نږ له به خپل وسائل كار??ل وي، زراعت ته دې پام لرنه وكړې شي دلته به څوك هم ولږي نه مري،د سركاری ملازمانو تنخاګاني زياتول يو ښه اقدام دې، د غریب غربت لري كولو سره به معیشت ښه شي، دعا كوو چې هېواد كښې په وخت ټاكني وشي، دلته كه حقیقی جمهوریت وي نو هېواد ته هيڅ خطر نشته۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې په بجټ 24 ۔ 2023 بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه ووئيل غیر یقینی سیاسی صورتحال، روپے مقابله كښې د ډالر كی قدر كښې اضافه، معیشت خراب حالت او آئی اېم اېف شرائط وكتلې شي نو په داسې حالاتو كښې بجټ وړاندې كول يو مشكل كار دې،د لوي دړد خبره ده چې په دې ايوان كښې زياتره غړي او وزيران موجود نه دي،وګړي هيلي لري،د دې ایوان د ل??ري د اولس په بجټ كښې شموليت ضروري دې،په داسې حالاتو كښې بايد م??نږ د اولس ډاډګيرنه وكړو، جمهوریت لپاره پیپلز ګوند د خپلو ځانونو قرباني وركړې،زندانونو ته تللي يو او هر ډول ستونزي مو زغملې دي۔ده ووئيل بايد پارلیمنټ بے توقیر نه كړې شي،م??نږ غواړو چې پريكړي په دې ايوان كښې وكړې شي،خو ځيني ادارې څه اداري منلو له چمتو نه دي،م??نږ د كوم ??اركن یا سیاسی ګوند په ضد نه يو، م??نږ غواړو چې جمهوریت ته زيان ونه شي، جمهوری هېواد كښې چې خپلو كارمندانو له كوم تربیه وركړې كېږي د بده مرغه دلته كارمندانو له هغه تربيه نه وركړې كېږي۔
مهمند، داسو او بھاشا بند د هېواد تقدیر بدلولې شي، سركاری ملازمانو تنخاګاني زياتول يو ښه اقدام دې۔وفاقی وزیر سید خورشید احمد شاه
Scroll Love Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں