اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستانې اولس او سياسي ګوندونه به د وسله والو ځواکونو وقار، عزت او سالميت ته د زيان رسولو هر ډول سازش ناکامه کړي، د عمران خان د دړكو، تشدد او د نفرت د سياست وخت ختم شوے دے۔ د اتوار په ورځ په يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل عمران خان د ??اك پوځ سرلښكر ع??صم منير په ضد په كركه ٬ كينه او بدنيتۍ اډانه مهم چلولو كښې بوخت دے۔ د عمران خان د پوځ مشر ته د وژونکي برید دړكې وركولو چال په ډاګه شوې دې۔ وزیراعظم وویل چې په رياستي علامتونو منظمې تګلاره سره چې د كوم بريد منصوبه بندي شوې وه د هغې ناكامه كېدو څخه وروستو دا ښكاره شوې چې هغ?? په اقتدار كښې بېرته راتللو له ناقراره دے۔ دوئي ته معلومه نه ده چې د دړكو، تشدد او د نفرت د سياست وخت ختم شوے دے۔ ده ووئيل په داسې خندوونکو عملونو هغ?? يواځې ځان افشا کوي اؤ د هغ?? اصل مقصد شخصي ګټو لپاره هر څه په داؤ لګولو سره واک ترلاسه کول دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس او سياسي ګوندونه وسله والو ځواكونو سره لكه د غر ولاړ دي او د پاکستان اولس او سياسي ګوندونه به د وسله والو ځواکونو وقار، عزت او سالميت ته د زيان رسولو هر ډول سازش ناکامه کړي۔
پاکستانې اولس او سياسي ګوندونه به د وسله والو ځواکونو وقار، عزت او سالميت ته د زيان رسولو هر ډول سازش ناکامه کړي، د وزیراعظم شهباز شریف ټويټ
Vampire's Charm Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II