اسلام آباد 26جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې صنعتونو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ګډې هڅو او بشپړه تګلارې ته اړتيا ده٬د تورونو لګولو څخه هېڅ نه ترلاسه كېږي٬د روان كال په مهال د پومبې رېكارډ پېداوار شو??۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كراچۍ په چيمبر آف كامرس تر اهتمام لاندې د ايكسپورټ ايوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري٬اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د توان وفاقي وزير خرم دستګير او د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل برآمدكنندګان د زرمبا??لې هېواد ته راوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬د دوي هڅې د ستائنې وړ دي۔كراچۍ د پاكستان تر ټولو زياته ګټه كونكې هېواد دې٬ده ووئيل سوداګر زمونږ د هېواد په م??يش?? كښې د ملا د تير حېثيت لري٬د بېلو سوبونو د لاسه پاكستان ګاونډي هېوادونو څخه وروستو پاتې شو??٬ده ووئيل په يو بل د تورونو لګولو څخه به هېڅ ترلاسه نه شي٬وخت ضائع كولو نه غېر مونږ له به وړاندې تلل وي٬ده ووئيل صنعت ته په پېښو مسئلو قابو موندلو له به په ګډه هڅې كول وي۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ٬څوكالۍ٬روزګار٬پیداوار٬برآمدات او د ريونيو په ترلاسه كولو كښې سوداګر مهم كردار لري٬په دې اړه د دوي كردار د ستائنې وړ دې۔وزيراعظم ووئيل د برېښنا لائن لاسز٬غلا او نااهلي لويه مسئله ده٬مونږ په ګډه دا مسئلې حل كولې شو٬مونږ له به پاكستان ستونزو څخه ويستل او دا د 60 لسيزې په سير هېواد جوړول وي۔٬سوداګرو ته د برېښنا يو يونټ په 49 روپۍ وركولې شي٬په دې د حكومت لخوا 10 روپۍ اعانت كولې شي او دغسې د دې يونټ بيعه 39 روپۍ جوړېږي٬په تهر كښې د كوئلې بجلي ګهر لګېدو سره كراچۍ ته برېښنا په 28 روپۍ يونټ وركولې كېدې شي۔ده ووئيل په 14 اګست د برآمد كنندګان د خذماتو بايد په اولسي كچه اعتراف وكړی شي او دوي ته په اسلام آباد كښې ايوارډز وركړی شي دغسې د دوي ډاډګيرنه وكړې شي۔ده ووئيل په 16 مياشتې كښې د ګاز په پانګو كښې اضافه شو?? ده۔ده ووئيل د عرب نيوز په آرټيكل كښې پاكستان لپاره د نيكو څرګندونه شو??٬دا آرټيكل د سعودي عربستان پخواني سفير ليكلې دې۔ده ووئيل خليجي هېوادونه په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته چمتو دي مونږ دوي ته هركلے وائيو۔په دې موقع دستورې ته په خپله خطاب كښې د سندھ ګورنر ووئيل وزيراعظم م??يش?? مستحكم كولو له لويې پريكړې وكړي مونږ معاشي استحكام لپاره د ده د هڅو ستائنه كوو٬د كراچي چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر طارق يوسف په خپل خطاب كښې ووئيل د وزيراعظم د م??يش?? دوست پالېسۍ له امله د زرمبادله پانګې زياتې شو?? دي٬د سرمايه كارو راغب كولو له به ټولو سياسي ګوندونو سره ميثاق م??يش?? كول وي۔په دې موقع وزيراعظم برآمدكنندګانو ته ايوارډ هم وركړل۔وزيراعظم د خپل خطاب په مهال د 70 ارب فائبر آپټك متحده عرب اماراتو ته برآمد كونكې تاجر سټيج ته راوبللو او ده ته يې شاباشې وركړو۔
صنعتونو ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د ګډې هڅو او بشپړه تګلارې ته اړتيا ده۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كراچۍ په چيمبر آف كامرس تر اهتمام لاندې د ايكسپورټ ايوارډز دستورې ته وينا
Astros Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina