اسلام آباد 04 اګست(اے پي پي)پا??ست??ن او ايران د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د كلتوري او اولسي تړون په پياوړتيا موافقت كړے دے۔ دواړو ډلو د سېلګرۍ په څانګه كښې مرسته د خپل ټول صلاحيت له مخې زياتولو لپاره د اقداماتو كولو په ضرو??ت هم زور راوړې۔ دا موافقت د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او د پا??ست??ن په دوره راغلي د ايران د كلتور ورثه٬سېلګرۍ او دستكارۍ وزير سيد عزت الله زرغامي ترمينځه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كښې وشو۔ په دې موقع په پا??ست??ن كښې د ايران سفير رضا اميري موغادم هم موجود وو۔صدر مملكت د پلاوي هركلے كولو سره ووئيل چې پا??ست??ن ايران سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په تاريخي٬كلتوري او مذهبي رشتو اډانه دي۔ده په ايران كښې د مقدس ځايونو زيارت لپاره تلونكو پا??ست??ني زائرينو آسانيو لپاره د ايران حكومت اقدامات وستائېل۔په ملاقات كښې ده په نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په زياتو شويو پیښو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د داسې پیښو مخ نيوي لپاره يۍ د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړو۔صدر مملكت ووئيل چ?? دواړه هېوادونه ښه اړيكې لري او د اسلامو فوبيا٬جمو كشمير او فلسطين په مسئلو يو ډول خيالات لري۔ ده خاص مېلما د هند مسلم دښمن پالېسو نه خبر كړو۔ده د جمو كشمير په شخړه د پا??ست??ن د دريځ په ملاتړ ګولو د ايران مشرتابه مننه وكړه۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې معمول ته په راوستلو د ايران مشرتابه او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له مباركي وركولو سره صدر د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې اړيكو كښې د پیشرفت څخه به نه يواز?? دواړو هېوادونو بلكې ټولې منطقې ته ګټه وشي۔سيد عزت الله زرغامي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د اولسي تړون زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ ده په باجوړ كښې د اوسنۍ ترهه ګرۍ په بريد د ايران اولس او حكومت لخوا د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښو په اړه د پا??ست??ن دريځ هم وستائېلو۔۔(
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د ايران وزير سيد عزت الله زرغامي ملاقات
Grab and go online entertainment links
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری