اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د بې دركه ماشومانو درك لګول او پوهې لپاره د حكومت او ټولنې ترمينځه مرسته ضروري ده ٬ د بې دركه شوو ماشومانو په اړه د شكايتونو په وخت ??رج كولو له د زارا هېلپ لائن “1099” په اړه پوهه ضروري ده ۔ د ايوان صدر پرې?? ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په ا??وان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 (زارا) نفاذ په اړه غونډه كښې وكړه۔ ډاكټر عارف علوي د تښتولے شوو او بې دركه شوو ماشومانو په اړه شعور بېدارولو له د سول سوسائټۍ ٬ اېن جی اوز، قامي او صوبائي محکمو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د زېنب الرټ اېکټ په اړه به په ځايي كچه پوهاوې رامخې ته كول وي۔ صدر مملكت ووئيل د بې دركه شوو ماشومانو په اړه شكايت او اېف آئي آر په وخت ??رج كول د پوليس چارواكو ذمه واري ده۔ ده زياته كړه چې په ګرد هېواد كښې دې د زینب الرټ اېكټ نفاذ باوري كولو له ګامونه پورته كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل د كوم هم ماشوم د بې دركه كېدو نه وروستو اولني 24 ساعتونه لټون لپاره زيات مهم وي۔ ده ووئيل د زرا اېکټ په صوبائي او ضلعي كچه نافذ كولو كښې ولاړ خنډان به په ګوته كول وي دغسې چې د?? په غوره ډول نافذ كړے شي۔ ده ووئيل په هېلپ لائن 1099، وزیراعظم سټیزن پورټل او زارا اېپ دې د بې دركه ماشومانو په اړه د الرټس او شکایتونو غوره نظام باوري كړے شي۔ د بې دركه ماشومانو په چارو كښې دې شکایت ??رج كوؤنكو ته 24 ساعته / 7 ورځې سروس وركړے شي۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وزارت سېكرتري دینو خواجه، د زارا ډي جي ٬ د ماشومانو حقونو لپاره د كار كوؤنكو بېلو اېن جي اوز استازو او اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔
د بې دركه ماشومانو درك لګولو او پوهې لپاره د حكومت او ټولنې ترمينځه مرسته ضروري ده ٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 نفاذ په اړه غونډه كښې څرګندونې
Yehu entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین