اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د عوامي جمهوريه چين جوړېدو 74 م?? او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) او بېلټ اېنډ روډ (بي آر آئي) پیل كېدو 10 مه سالګره لمانځلو له د آل پاكستان چائنا فرېنډ شپ اېسوسي اېشن (اے پي سي اېف اے) په پاكستان كښې د عوامي جمهوريه چين سف??رت په مرسته د نهې په ورځ په ځائي هوټل كښې پاک چین دوستی فېسټیول وكړو۔ کلچرل کونسلر او په پاكستان كښې د چائنا كلچرل سېنټر ډائرېكټر چانګ هی چھنګ ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې د اے پی سی اېف اے دې ډول مهمې دستورې په كولو او كلتور ته په وده وركوؤنكو هلو ځلو د پاكستان او چين دواړو هېوادونو ځوانانو د فن ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چين او پاكستان ښه ګاونډي هېوادونه دي۔ دواړه يو تاريخ لري۔ د چين آبادي د نړۍ تر ټولو زياته ده او پاكستان د نړۍ نزدې پنځم هېواد دے۔ ده هيله ولرله چې ځوانان به خواري كولو سره زد?? كړې ترلاس?? كړي او پاكستان به زيات نه زيات پرمختګ وكړي او دوي به د پاكستان ملګرتيا عظيم سفير ثابت شي۔ ده ووئيل په تېرو 74 كلونو كښی چين د کمیونسټ پارټی آف چائنا (سي پي سي) په مشرۍ كښې تاريخي بدلونونه وليدل٬ چين بې وزلي ختم?? كړه٬ د نړۍ تر ټولو لويې د زد?? كړو ٬ سماجي تحفظ او رو??تي?? نظام يۍ جوړ كړو۔ په دې مهال يو چيني استاذ كتونكو سره د چينۍ ژبې كلاس واخست په كوم كښې چې ده كتونكو ته دوستۍ لپاره كارېدونكي ټكي او جملې اوښودلې
د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او بېلټ اېنډ روډ پیل كېدو 10 مه سالګره لمانځلو له د پاك چين ملګرتيا فیسټیول
The Emperor's Favor Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ