اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي ګډ ګورننس او د حکومتي کارکردګۍ په احتساب ??ښې ميډيا كليدي كردار لوبوي٬ د ميډيا د نمائندګانو د حقونو تحفظ هم د رياست ذمه واري ده، هيله لرو چې ميډيا به د غېر جانبداره رپورټنګ د لارې د جمهوريت په استحکام ??ښې خپل كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن پلاوي سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع وفاقي نګران وزير مرتضيٰ سولنګي، پرنسپل انفارميشن آفيسر ډاكټر طارق محمود هم موجود وٶ۔ د پلاوي ??ه غړو ??ښې د پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن چيئرپرسن شکيل مسعود،د بي بي اے عمومي سېكتر ميا عامر محمود، سينئر وائس چيئرمېن مير ابراهيم رحمٰن او طاهر خان شامل وو۔ په ملاقات ??ښې په هېواد ??ښې د ميډيا په خاص توګه د اليکټرانک ميډيا په مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ پلاوي وزيراعظم د اشتهاراتو په لړ ??ښې د حكومت لخوا د واجبات د عدم ادائيګۍ د مسئلې نه خبر كړو۔ وزيراعظم پلاوي ته د اشتهارات واجبات ادا كولو باور وركړو او د اطلاعات او خپرونو وزارت ته ئې د دې مسئلې زر تر زره د حل كولو امر وكړو۔ وزيراعظم د ميډيا په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل ميډيا د رياست څلورمه ستن ده او د ټولنې په تعمير او ترقۍ او د اولس په ذهني او فكري تربيه ??ښې د اهم??ت وړ ده او د ميډيا د نمائندګانو د حقونو تحفظ هم د رياست ذمه واري ده۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت او ميډيا موثره او د كوټلې رابطې څخه اولس د حكومتي پاليسو او اقدامات نه خبر ساتلے كېدے شي ٬ په ګډ ګورننس او د حکومتي کارکردګۍ په احتساب ??ښې ميډيا كليدي كردار لوبوي۔ وزيراعظم هيله ولرله چې ميډيا به د غېر جانبداره رپورټنګ د لارې د جمهوريت په استحکام ??ښې خپل كردار لوبوي۔ وزيراعظم پلاوي ته په خاص توګه د سرمايه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي) له مخې د معاشي استحکام لائحې اهميت په اړه د ميډيا د لارې د خبرتيا په زياتولو زور رواړو۔ وزيراعظم ووئيل د ډالر په قدر ??ښې د كمي٬ د قاچاق مخنيوي٬ د برېښنا غلا مخنيوې او نورو اقداماتو څخه عام وګړو ته ګټه رسيږي۔
ګډ ګورننس او د حکومتي کارکردګۍ په احتساب كښې ميډيا كليدي كردار لوبوي۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن پلاوي سره خبرې
Ninja vs. Samurai entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت