لاهور ۔26نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی د پاكستان ټيلي ويژن په 59 مه كاليزه د پي ټي وي ملازمينو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستاني ټيلي ويژن د پروقار خپرونو 59 كلن سفر د قومي تشخص او ځلنده رواياتو امين دے ۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د پي ټي وي د 59 كاليزې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب اعلی وزير مح??ن نقوی هم موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې مرتضی سولنګي ووئيل چې پي ټي وي د پاكستان قامي براډ كاسټر دے ، 59 كاله وړاندې زما استاذ اسلم اظهر د يوې پخوانۍ ودانۍ په صحن كښې ټېنټ ولګولو او د پي ټي وي خپرونې يۍ پېل كړې۔ په دې موقعه ده په دستوره كښې د نګران اعلی وزير مح??ن نقوي هركلي كولو سره ده ووئيل نګران وزيراعلی مح??ن نقوي پخپله براډ كاسټر او خبريال پاتے شوے دے٬ ده دا سفر پخپله هم كتلے دے۔ په پنجاب كښې د رامخې ته شويو بدلونونو له امله اوس هر چاته دې مح??ن ښكاري۔ ده ووئيل په پنجاب كښې چې ما څومره بدلونونه ليدلي دي نو داسې راته ښكاري چې دې به د پنجاب شېر شاه سوري جوړ شي۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي او وزيراعلی مح??ن نقوي د پي ټي وي ملازمينو سره په ګډه د پي ټي وي د 59 كاليزې كېك كټ كړو او دوئي ته يۍ مباركي وركړه۔ وروستو دواړو د پي ټي وي لاهور سنټر بېلو برخو دوره وكړه۔
د پاكستان ټيلي ويژن د پروقار خپرونو 59 كلن سفر د قومي تشخص او ځلنده رواياتو امين دے٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د پي ټي وي 59 مې كاليزې دستورې ته خطاب
Totem Miracle Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر