اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلیمانی چارو ن??ران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې په قانونی توګه په مناسب وخت به د قامی ??سمبلۍ غونډه رابللې شي،د آئین آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس په 21 ورځو كښې د قامی ??سمبلۍ غونډه رابللې شي،تر 29 فروری په كومه هم ورځ قامی ??سمبلۍ غونډه رابللې كيدې شي۔د شورو په ورځ د الیکشن کمېشن په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل د ټاكنو په اړه د ګيلو آزالې لپاره قانونی فورمز شته ، قانون عمل بايد روان وساتلې شي،كه چا سره زياتې شوې وي نو بايد هغه سره انصاف وكړې شي۔ده ووئيل كوم ه?? كانديد كه ګيله لري نو هغه بايد قانونی فورمز سره رجوع وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلوچستان حکومت د هېواد قوانین له مخې د مسئلو حل كولو هڅه كوي۔باور لرم چې د وګړو مشکلات به ختم شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل د وزارت اطلاعات نه علاوه د پارلماني چارو وزارت ذمه واري هم زما سره ده، د قامی ??سمبلۍ راروانې غونډې لپاره به په سمري لاس ليك هم زه كوم۔ ده ووئيل په قانونی توګه په مناسب وخت به غونډه رابللې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل الیکشن کمېشن به د ټاكنو نه پس په 14 ورځو كښې حتمی نتيجې جاری کول وي،د آئین آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس په 21 ورځو كښې د قامی ??سمبلۍ غونډه رابللې شي،ټاكنو نه پس تر 21 ورځو د قامی ??سمبلۍ غوندې رابللو آخری نيټه 29 فروری ده ، تر 29 فروری په كومه هم ورځ غونډه رابللې كيدې شي۔ ده ووئيل د آئین له مخې د قامی ??سمبلۍ كوم ه?? غړے د وزیراعظم، سپیکر او ډپټي سپیکر ټاكنو كښې برخه اخستلې شي
په مناسب وخت به د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي، آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس تر 21 ورځو د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي ۔ د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی میډیا سره خبري
Diao Chan’s Beauty Trap Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena