اسلام آباد 10 جو??ائي (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاحكارې رومينه خورشيد عالم وئيلي دي چې انساني ژوند ته د زيان رسوؤنكې ګازونو اخراج كښې كمي كولو سره د بدل شوو موسمي اثراتو مخنيوې كېدې شي۔ د ورلډ پاپولېشن ډے په موقعه په خپل پي??ام كښې ??ې ووئيل د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره صنفي برابرۍ او د آبادۍ منصوبه بندۍ پلو پام ګرځولو ته اړتيا ده۔ هر كال 11 جو??ا??ي د آبادۍ نړيوالې ورځ لمانځلو مقصد هم دغه دے۔د وزيراعظم سلاحكارې خبردارې وركړو چې د زمكې د زيات شوې حدت اثرات کمولو او د هغې سره د بشري ژوند سمولو له به تګلاره خپلول وي۔ دې په خپل پي??ام كښې په دې خبره زور راوړو چې آبادۍ كښې تر خطرناك حد د اضافې په رجحان او په خاص توګه د موسمياتي بدلون په ناوړه اثراتو به غور كول وي۔ رومينه خورشيد عالم ووئيل وخت سره سره چې څه ډول په آبادۍ كښې اضافه كېږي د توان ٬ خوراك او وسائل طلب زياتيږي چې له امله ئې د فوسل فيول كارولو٬ د ځنګلو كټ كولو او صنعتي هلو ځلو زياتيدو سره د خطرناک ګېسونو اخراج زياتيږي۔د وزيراعظم سلاحكارې په دې خبره زور راوړو چې صنفي برابرۍ ته به وده وركول وي او غريب پسمانده او پرمختګ كونكې هېوادونو كښې به د آبادۍ د منصوبه بندۍ د لارې ممکنه موسمياتي بدلون مخنيوي له كوټلې تګلاره خپلول وي ۔??ې ووئيل په آبادۍ كښې پرله پسې اضافه او د موسمياتي بدلون له امله شوې تباهۍ، سېلاب ٬ وچ كالي او د زياتې ګرمۍ له امله د ځپليو كسانو شميرې زياتيدو سره ډيزاسټر مينجمنټ ستونزو سره مخ كېږي۔ د وزيراعظم سلاحكارې رومينه خورشيد عالم محفوظ او كوټلې سباؤن لپاره د كوټلې منصوبه بندۍ په جوړولو زور راوړو۔
د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره صنفي برابرۍ او د آبادۍ منصوبه بندۍ پلو پا ګرځولو ته اړتيا ده۔رومينه خورشيد عالم
ड्रैगन हैचिंग 2 इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria