اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف د فلسطين مسئلې منصفانه او كوټلې حل له د پاکستان د كلك عزم او مرستې پخلې كولو سره ووئيل د فلسطين په آزاد رياست جوړيدو د فلسطين مسئله حل كيدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د فلسطين موده ترسره كونكې سفير احمد جواد عبدالعزيز رابعي سره خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم هاؤس ك??ې ده سره ملاقات کولو ۔ملاقات كښې وزيراعظم د فلسطين اولس او د هغوې د خپلواكۍ حق لپاره د پاکستان د غير متزلزل مرستې پخلے وكړو۔ ده د 7 اکتوبر 2023 راهسې په غزه ك??ې د بے ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د جارحانه کارروائيو غندنه وكړه د كومې په نتيجه كښې چې د ميرمنو او ماشومانو پشمول 40 زره څخ?? زيات بے ګناه فلسطينيان شهيدان او 90 زره څخ?? زيات ژوبل شوي دي۔ وزيراعظم د دوه رياستي حل د لارې د فلسطين مسئلې منصفانه او كوټلې حل لټولو هڅو لپاره د پاکستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د 1967 څخ?? وړاندې پولو او القدس پايه تخت په حېث تسليمولو ك??ې د فلسطين يو آزاد رياست جوړولو ك??ې د دې مسئلې حل پروت دے۔احمد جواد عبد العزيز رابعي خپله 5 كلنه موده ك??ې د پاکستان د اړخه په ښه ميلمست??اﺀ د وزيراعظم مننه وكړه۔ده د فلسطين په مسئله د پاکستان تاريخي او كوټلې موقف او سيمه ك??ې د امن او استحکام لپاره نړيوالو هڅو ك??ې د پاکستان کردار وستائلو۔ احمد جواد عبد العزيز رابعي د فلسطين زدكوونكو له په پاکستان ك??ې د تعليم لپاره په ټولو آسانيو وركولو د پاكستان حکومت مننه وكړه۔
د فلسطين په آزاد رياست جوړولو د فلسطين مسئله حل كيدې شي، د وزيراعظم شهبازشريف د فلسطين موده تر سره كونكې سفير احمد جواد عبدالعزيز رابعي سره خبرې
Virginia Electronic Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا