ر??يم يار خ??ن 23 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير محسن نقوي، ?? پنجاب پوليس آئي جي،?? پنجاب رېنجرز ډي جي او ?? پنجاب داخله سېکرټري پشمول اعلیٰ سول او عسکري چارواكو د شهيد پوليس اهلكارو د جنازې په لمونځ كښې ګډون كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كچے په سيمه كښې د 12 پوليس اهلکارو په شهادت وفاقي وزير محسن نقوي پوليس سره د يوالي څرګندونه كولو لپاره د ر??يم يار خ??ن پوليس لائنز دوره وكړه او په دې موقع ئې د شهيدانو د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو۔ داخله وزير شهيد پوليس اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د كچے په سيمه كښې شهيد شوې اهلكارو عظيم مقصد لپاره قرباني وركړې ده، د شهيد پوليس اهلکارو قربانۍ ته سلام وړاندې كوٶ٬ شهيدان به تل زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔ ?? پنجاب پوليس انسپکټر جنرل، ?? پنجاب رينجرز ډي جي٬ ?? پنجاب داخله سيکرټري، آر پي او بهاولپور، کمشنر بهاولپور، ډي آئي جي سکھر، ډي پي او ر??يم يار خ??ن، ډپټي کمشنر ر??يم يار خ??ن ، سول او عسکري چارواكو د شهيد پوليس اهلكارو د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو۔
د وفاقي وزير محسن نقوي او آئي جي پنجاب پوليس د شهيد شويو اهلكارو د جنازې لمونځ كښې ګډون
Governor Online Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea