اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي د عمران خان د توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې٬ اوس ھغه صادق او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښې ?? برخې اخستو جوګه نه وي، د مدينې د رياست غږ كونكې ټوله توشه خانه وخوړله خو دې د پوښتنې قدرې نشته٬ د عمران خان په 9 حلق?? په اتنخابات كښې ??رخه اخستل چېلنج كړے شوه ٬ كه ھغه له په انتخابات كښې ?? برخې اخستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښې ??وه قوانين دي٬ په شه??از ګل د تشدد بيانيه جوړولو سره عمران خان اولس د نادانه كولو هڅه كوي٬ د توشه خانه ټول دستاوېزات پبلك كوٶ دغسې چې اولس ته د عمران خان اصل څېره وښودلې شي ٬ چا له چې د ټانكون?? په وړاندې سملاستل وٶ ھغه د شپې شپې د هېواد نه ښپې وېستلې دي۔ د شور?? په ورځ نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ??ه ووئيل د عمران خان په 9 حلق?? په اتنخابات كښې ??رخه اخستل او د نامزدګۍ په كاغذونو اعتراضونه كوٶ ځكه چې په اتنخابات كښې ??رخه اخستو سره هر كس له صادق او امين كېدل او د آئين په آرټيکل 63،62 كره ختل ضروري دي٬ داسې كس چې ټوله توشه خانه ئې خالي كړې او خپلې اثاثې ئې نه وي ډكليئر كړي ھغه څنګه په انتخابات كښې ??رخه اخستلې شي، ده ووئېل كه ھغه له په انتخابات كښې ?? برخې اخستو اجازه وركړې شوه نو د دې مطلب به دا وي چې په پاكستان كښې ??وه قوانين دي، يو د عمران خان غوندې نازولو لپاره او بل د عامو وګړو لپاره، د زرګون?? په شمېر د داسې كېسونو مثالي وركړے كېدې شي چې په يوه مرله زمكه يا د لس زره روپ?? په بېنك اكاٶنټ په نه څرګندولو كانديدان نااهل كړے شوي ،ده ووئېل دلته الېكشن كمېشن خپله پرېكړه كښې ليكلي چې عمران خان په ممنوعه فنډنګ كېس كښ?? پنځه بيان خلفي وركړي نو بيا يو جعلساز څنګه صادق او امين كېدے شي؟۔ ده ووئيل د عمران خان او نواز شريف په كېس كښې ?? زمكې او آسمان فرق دے٬ نواز شريف د خپل زوي د كمپنۍ څخه د واجب الادا تنخا په نه اغستو ا?? په اثاثو كښې په واضح كولو تاحيات نااهل كړے شوے٬ په دې لړ كښې ??ايد الېكشن كمېشن خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن چيف كشمنر عمران خان لګولے٬ كه واقعي عمران خان صادق او امين وي نو بيا عدالتي حكم امتناعي لپاره ولې منډې وهي ٬ خپله تلاشي او حساب ولې نه وركوي٬ ده ووئيل د پي ټي آئي صوبائي داخله وزير په شه??از ګل د تشدد په لړ كښې ?? عمران خان د بيان ترديد كړے او وئيلي ئې دي شه??از ګل بېخي روغ دے ا?? په ھغه تشدد نه دے شوے او كه واقعي تشدد شوے وي نو د دې ذمه وار د پنجاب حكومت دے ځكه چې اډياله جېل د پنجاب حکومت په واك كښې ??ے۔ طلال چوهدري ووئيل په اصل كښې ??مران خان په دې ېره كښې ??ے چې كه شه??از ګل لكه د طوطي خبرې شروع كړې نو د ده هرڅه به ښكاره شي ٬ دې لپاره د شه??از ګل د تشدد بيانيه رامخې ته كوي دغسې چې بيا ووئيل شي چې په ھغه تشدد شوے ا?? په زبردستۍ ترې بيان اخستلے شوے،ده ووئېل عمران خان اولس نور نادان كولې نشي ٬ عدليه لپاره هم موقع ده چې پخپله پرېكړه نظر ثاني وكړي ا?? په خپله لمن لګېدلے تور داغ لرې كړي
د عمران خان توشه خانه څخه او د ممنوعه فنډنګ غلا نيولې شوې ٬ اوس ھغه صادق او امين پاتې نه دے، د آئين په آرټيکل 63،62 كره نه پاتې كېدونكے يو كانديد هم په انتخابات كښې د برخې اخستو جوګه نه وي۔ د طلال چوهدري پرېس کنفرنس
Gold Fortune Baccarat Integrity Website
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا