اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د عمران خان بيانيه د موسمياتي بدلون ښكاره شوې٬د موسم په حساب سره د هغه بيان بدلېږي٬عمران خان دې هېواد سره چې د كال 2018 نه تر اپرېل 2022 چې څه شوي٬هغه هم ياد كړي٬د پ??كستان ډيفالټ كېدو د هغه پلان فيل شوې دې۔د كل په ورځ د عمران خان په بيان په ځواب كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د فارن ايجنټ٬د توشه خانه غل٬د هيرو بيوپاري٬د زمكو سوداګر او د قامي ګټو خرڅونكې وائي چې ما څ?? كړې دي۔دې ووئيل چې جنرل(ر)باجوه د كال 2021 نه تر اپرېل 2022 څ?? كړي٬هغه عمران خان ته په 2 جنوري 2023 رايادېږي٬عمران خان به وړاندې وئېل چې زه سوچ هم نشم ك??لې چې هغه به شهباز وزيراعظم جوړ كړي٬اوس وائي چې ماته د ګرمۍ په موسم كښې معلومه شوه۔دې ووئيل چې چې په چا عمران خان د غلا الزام لګولې٬هغه د څلوېښتو كلونو حساب وركړی خو عمران خان د كوم هم يو سياسي مخالف په ضد يو ثبوت وړاندې ن?? كړی شو٬هغه دې د خپلو څلورو كلونو حساب وركړي۔دې ووئيل چې جنرل(ر)باجوه كه چرې د عمران خان په ضد پلان جوړولو نو بيا ده په اپرېل 2022 كښې هغه ته د تاحيات ايكسټينشن آفر ??لې وركړی؟هغه ته د ښه سپه سالار تمغه ??لې وركړی؟چې عمران خان ته معلومه وه چې هغه د احتساب په ضد دې نو هغه مهال يې قوم ته ??لې نه وئېل؟۔دې ووئيل چې د سېنیټ په ټاكنو او د خپلې نااهلۍ بچ كولو لپاره د جنرل(ر)باجو?? نه مرسته ??لې غوښتلې؟د خلكو اخستل خرڅېدل شوي نو هغه مهال خو د عمران خان حكومت وو٬كاروائي ??لې نه و?? كړې؟۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د ټاكنو٬سياسي انجيئنرنګ او سياسي اخستل خرڅېدل ثبوت د عمران خان آډيو ليكس دې٬په سېنېټ كښې په كال 2018 كښې عمران خان سياسي منډۍ لګ??لې د كوم چې ثبوتونه راوړاندې شوي دي۔د جنرل(ر)باجوه په وخت كښې كه چرې رول آف لاﺀ تباه شوې نو د رول آف لاﺀ كسټوډين عمران خان وو
د عمران خان بيانيه د موسمياتي بدلون ښكاره شوې٬د موسم په حساب سره د هغه بيان بدلېږي٬ هېواد سره چې د كال 2018 نه تر اپرېل 2022 څه شوي٬هغه دې هم ياد كړي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب عمران خان ته ځواب
Destiny of the Sun and Moon APP Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار