اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) قومي اسمبلۍ د تحقیر مجلس شوریٰ پارلیمنټ بل 2023 منظوری وركړې ده چې له مخې يۍ د پارلیمنټ د توهین جرم په ثابتېدو به 6 مياشتي سزا یا تر يو كروړ روپۍ جرمانه لګېدلې شي۔ د نهي په ورځ د قواعد او ضوابط قائمه کمېټۍ چیئرمېن رانا محمد قاسم نون د بل په اړه د کمېټۍ رپورټ وړاندې كړو۔ رانا محمد قاسم تحریك وړاندې كړو چې په تحقیر مجلس شوری پارلیمنټ بل دې د قائمه کمېټۍ په رپورټ کړې شوي صورت كښې فوري غور وكړے شي۔ وفاقی وزیر ت??لیم رانا تنویر حسین ووئيل ډير وخت څخ?? د دې بل حاجت ؤ ٬ سرکاری افسران خو د غړو فون هم نه اوري۔بايد د ایوان توقیر په ځايې وساتلې شي۔ ایوان څخ?? د تحریك منظورېدو نه پس د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف ايوان څخ?? د بل د ټولو شقونو منظوری واخسته۔په دې مهال مولانا عبدالاکبر چترالی ووئيل د آئین له مخې سود حرام دې۔ وفاقی شرعی عدالت د سود په ضد پرېكړه كړې۔ حکومتی بینکونو د سپریم کورټ څخ?? خپل اپیلونه بيرته اخستلي دي خو نورو 13 ادارو سپریم کورټ كښې اپیل کړې۔ده ووئيل په دې بل كښې دې دا شق هم شامل كړې شي چې د سود په ضد څوك هم اپيل كوي هغه به د پارلیمنټ توهين وي۔ سید نوید قمر او رانا قاسم نون ووئيل مونږ د فاضل غړي مخالفت نه كوو خو دې لپاره يو نوې بل راوړلې كېدې شي۔ د خزاني وزير محمد اسحاق ډار ووئيل دا مهال 21 فیصده بینکنګ اسلامی بینکاری كښې بدل شوي۔د سټیټ بینك ګورنر په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه شوې كه پاك پروردګار ته منظور وي د سود څخ?? پاك بینکنګ هدف به ترلاسه كړو۔ په بل كښې د تجارت وفاقی وزیر سید نوید قمر ت??میم وړاندې كړو كوم چې په بل كښې شامل كړې شو۔ رانا محمد قاسم نون تحریك وړاندې كړو چې تحقیر پارلیمنټ بل 2023 دې منظور کړې شي۔قامي اسمبلۍ د بل منظوری وركړه۔د بل ترمخه د پارلیمنټ تحقیر ثابتيدو نه پس به په پرېكړه د عمل درآمد ذمه واري جوډېشل مجسټریټ سره وي،د دې پرېكړي په ضد به اپیل هم د ایوان شريكه غونډه كښې په 30 ورځو كښې دائر كولې شي۔د اېکټ ترمخه تحقیر پارلیمنټ کمېټی به د ایوان حکومتی او په اپوزیشن نمائندګانو مشتمل وي۔د کمېټۍ چیئرمېن كوم هم تن کمېټۍ ته رابللې شي۔ د کمېټۍ د تجاویز په رڼا كښې به د پارلیمنټ ایوان ته د جرماني يا سزا تعین کولو اختیار ت??لاسه وي۔ د بل منظورېدو مقصد د پارلیمنټ وقار او سرلوړي باوري كول دي دغسې چې څوك هم د پارلیمنټ د پرېكړو او اقداماتو توهين ونه كړې شي۔
قومي اسمبلۍ د تحقیر مجلس شوریٰ پارلیمنټ بل 2023 منظوری وركړه
Amazon Kingdom Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو