اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د موسمي بدلون وفاقي وزيري سنېټرې شيري رحمان وئيلي دي چې كه د موسمي بدلون اثرات كم نه كړې شو نو دا به د هېواد او نوې نسلونو سباؤن لپاره زيانمند وي۔ وفاقي وزيرې په خپل يو پيغام كښې وئيلي چې ” د ماحوليات ورځ ” لمانځلو مقصد وګړو كښې د موسمي بدلون په اړه خبرتيا پيدا كول دي۔ سنېټرې شيري رحمان ووئيل نه يواځې پاكستان او سوئيلي اسياﺀ بلكه ټوله نړۍ د موسمي بدلون غير معمولي اثرات له امله ځپلې كېږي، موسمي بدلون د 21مې پيړۍ تر ټولو لوئ چيلنج دې، مونږ د بحيثيت پاكستاني قام نړيوال موسمي ايمرجنسي كښې تر ټولو وړاندې ولاړ يو۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ ځينې هغه هېوادونو كښې يو دې كوم چې د موسمي بدلون سخت اثرات او خطرات سره مخ دې۔سنېټرې شيري رحمان ووئيل مونږ د سخت درجه حرارت او سخت وچ ګالۍ سره مخ يو۔ زمونږ ځنګلې سوزي ، واوري ويلي كېږي او دريابونه وچېږي، مونږ له به د اوبو په استعمال كښې احتياط كول وي
كه په وخت اقدامات ونه كړې شو نو موسمي بدلون به د هېواد او نوې نسل لپاره زيانمند وي۔شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : ریل رش