اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ??ې د كشميريانو او فلسطينيانو پشمول د نړۍ بېلا بېل قومونه د دوي د خپلواكۍ د بنيادي حق څخه محروم كړې شوي دي٬ په دوي ظلمونه روان دي٬ بايد نړيواله ټولنه د دې نوټس واخلي۔ اولس مشر دا خبرې په ايوان صدر كښې د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع جوړې شوې دستورې ت?? د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې په ننني دور كښې كوټه ټولنه په خپلو جفرافيائي حدودو كښې د ننه نه شي پاتې كېدې٬ ډېر خارجي عوامل د نورو هېوادونو په كورنيو معاملو آغېز كوي۔ د دې نه علاوه ځي??ې داسې سياسي او انتظامي معاملې هم وي چې په نتيجه كښې ئې بشري حقونه متاثر كېږي۔ ځكه زه به د نړۍ قومونو ته وئيل هم وغواړم ??ې د پالېسو په جوړولو كښې دې احتياط وكړې شي او داسې اقدامات دې ونه كړې شي ??ې د نورو په حقونو اغېز وشي۔ اولس مشر ووئيل ??ې د بشري حقونو او د دې د تحفظ موضوع ډېره پراخا ده٬ ده ووئيل ??ې د فرائضو په اړه بايد مونږ د خپل ذات نه كار پېل كړو۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د بشري حقونو او د دې تحفظ په اړه قانون سازي شوې۔ په دستوره كښې د بشري حقونو وفاقي وزير كامران مائيكل٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬ نورو وزيرانو٬ د پارلمان غړو٬ وفاقي سېكترانو٬ غېر ملكي سفيرانو او مېلمنو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ په دې موقع بشري حقونو لپاره كاركوونكو ??ه ايوارډونه هم وركړې شول۔
د كشميريانو او فلسطينيانو پشمول د نړۍ بېلا بېل قومونه د دوي د خپلواكۍ د بنيادي حق څخه محروم كړې شوي دي٬ په دوي ظلمونه روان دي٬ بايد نړيواله ټولنه د دې نوټس واخلي۔ د اولس مشر ممنون حسېن په ايوان صدر كښې د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر