ګلګت۔12ستمبر (اے پي پي) نګراں وزيراعظم انوارالحق کاکړ اړوندو چارواكو ته په ګلګت بلتستان كښې د مذهب په نامه د اړي ګړي رامخې ته كولو ټولو عناصرو په وخت په ګوته كولو او د دوئي په ضد د سخ??و ګامونو پورته كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان د ټولو وګړو تحفظ د رياست ذمه واري ده۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان پرېس ريليز له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ته په ګلګت بلتستان كښې په پرمختيائي پروژو د پېشرفت او امن وضعې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې وزيراعظم په آئي ټي، صحت، تعليم او نورو څانګو كښې پېشرفت څخه خبر كړے شو۔ دغسې وزيراعظم ته په بريفنګ كښې په ګلګت بلتستان كښې د روغتيا په څانګه كښې د پورته كړې شويو مثبت ګامونو په اړه هم ووئيلې شوو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په ګلګت بلتستان كښي د نفسياتي رنځونو رجحان مخنيوي له 24 ساعته فعاله پاتې كېدونكې هېلپ لائن جوړ كړے شوے دے۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان انتظاميې او سياسي مشرتابه ته د روانو پرمختيائي منصوبو د افاديت جاج اخستو هدايت وكړو۔ بريفنګ كښې وزيراعظم په ګلګت بلتستان كښې د قانون او انصاف او د امنيتي وضعې په اړه خبر كړے شو۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ګلګت كښې د مذهب په نامه د اړي ګړي رامخې ته كوؤنكو په ضد د سخ??ې كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ټولو وګړو تحفظ د رياست ذمه واري ده۔ په غونډه كښې نګران داخله وزير ??رف??از بګټي، د اطلاعاتو نګران وزير مرتضيٰ سولنګي، د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاہ، وزير اعليٰ ګلبر خان، چيف سيکرټري ، آئي جي (ګلګت بلتستان) او اړوند چارواكو ګډون كولو
د ټولو وګړو تحفظ د رياست ذمه واري ده٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ګلګت بلتستان كښې په پرمختيائي منصوبو د پېشرفت او امن وضعې په اړه د بريفنګ غونډه كښې څرګندونې
Fortune Rabbit Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج