اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق وئېلي دي چې د حكومت د موثره پالېسو په نتيجه كښې د دوه نيمو كلونو په لنډه موده كښې د هېواد معيشت ښه شوې٬د هېواد معيشت د منفي نه د مستحكم او اوس مثبت رينكننګ ترلاسه كړې۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د يو اېس اېف او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ترمينځه د لوظ نامې لاس ليك كېدو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل چې حكومت په هېواد كښې د ډيجيټلائزېشن ودې لپاره پوخ عزم لري چې دغسې پرمختګ لپاره د خلكو مالياتي خذمات ته رسنه زياته كړی شي۔د دې لوظ نامې له مخې به د بلوچستان په اوران او لسبيله سيمه كښې آپټك فائبر غزولې شي د كوم كنټرېكټ چې يوفون ته وركړی شوې۔ده ووئيل چې حكومت په ټول هېواد كښې خلكو ته غوره خذمات رسولو لپاره په تكنيكي او مالياتي پروګرامونو كار كوي۔ده ووئيل چې د حكومت د موثره پالېسو په نتيجه كښې د دوه نيمو كلونو په لنډه موده كښې د هېواد معيشت ښه شوې٬د هېواد معيشت د منفي نه د مستحكم او اوس مثبت رينكننګ ترلاسه كړې۔وفاقي وزير ووئيل چې د توان پروژو ته پام شوې چې مقصد يې په لوډشېډنګ قابو موندل دي۔ده ووئيل چې د ټېلي كام سپيكټرمز د 6 سپيځلو نيلامو په نتيجه كښې 160 اربه روپۍ په قامي خزانه كښې جمع كړی شوي دي۔د ټېلي كام سپيكټرمز څخه ترلاسه كېدونكې آمدن 200 اربه روپو ته د رسېدو توقع ده۔ده ووئيل چې د 100 كسانو آبادۍ لرونكي كلي ته به هم نېټ ورك رسولې شي۔د دې نه وړاندې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان د ټېلي كام سېكټر د مجموعي كاركردګۍ په اړه پريزنټېشن هم وركړو
د حكومت د موثره پالېسو په نتيجه كښې د دوه نيمو كلونو په لنډه موده كښې د هېواد معيشت ښه شوې
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک