اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د پاکستان رېلوے مېن لائن ون (اېم ا??ل-ون) منصوبه د سي پېك يوه مهمه برخه ده٬ حکومت به د اېم ا??ل-ون منصوبې بشپړولو ته پا?? لرنه كوي٬ د منصوبې تر سره كولو په مهال دې د ماحولياتي اثرات خاص خيال وساتلے شي، پا??ستان كښې د رېلوے په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري ??يان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د اېم ا??ل ون منصوبې جاج اغستو لپاره غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې وفاقي نګران وزيرانو شمشاد اختر، سميع سعيد، د وزيراعظم احد خان چيمه، خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوندو چارواكو ګدون كولو ٬ غونډه د اېم ا??ل ون منصوبې د بشپړېدو د بېلا بېلو پړاٶنو او تعميري هدفونو پحقله خبر كړې شوه ۔ غونډې ت?? ووئيل شول د منصوبې پحقله منصوبه بندي په حتمي پ??اٶ كښې ده او د راتلونكي كال په پېل كښې به د منصوبې د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ غونډې ت?? ووئيل شول منصوبه به په دوه پړاٶنو كښې تر سره كولې شي٬ په وړومبي پ??اٶ كښې به د كراچۍ نه تر ملتان 930 كلوميټره پټلۍ غزولې شي٬ په دې برخه كښې به د كال 2022 سېلاب ځپلے د رېلوے انفراسټركچر به هم د نړيوال معيار له مخې برابرولې شي٬ په دوېم پړاٶ كښې به د ملتان نه تر پېښور 796 كلوميټره برخه جوړولې شي۔ غونډې ت?? ووئيل شول منصوبه به په داسې طرز جوړولې شي چې په سباٶن كښې د رېلوے د ضرورت له مخې په دې كښې نور جدت هم راوستلے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د منصوبې هدفونه دې په متعين كړي وخت كښې سر كړے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پاکستان په رېلوے كښې د اصلاحات لپاره دې جامع منصوبه وړاندې كړې شي دغسې چې د اېم ا??ل۔ون منصوبې خوږو څخه بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ د?? ووئيل د اېم ا??ل ون منصوبه پېل كول او په رېلوے كښې اصلاحات د نګران حكومت ورومبۍ ترجيج ده۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په پاکستان رېلوے كښې دې اصلاحات وكړے شي او د دې د استعداد څخه دې بشپړه توګه ګټه پورته كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د منصوبې بشپړېدو سره به په هېواد كښې د روزګار نوې موقعې او د سامان د ترسيل لګښت كمېدو سره سره د سفر لګښت او وخت هم كم شي٬ د منصوبې سره به د پا??ستان بندر ځايونو سره نه يواځې د معاشي مركزونو مواصلاتي روابط زيات شي بلكې د سي پېك له مخئ د منطقې نورو هېوادونو لپاره به د ټرانزټ روټ مقصد هم ترسره شي
حکومت به د اېم اېل-ون منصوبې بشپړولو ته پام لرنه كوي٬د رېلوے په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے ۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ
Futong Electronic Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais