اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي وئيلي دي د هند اېجنټانو په پاکستان كښې دوه بې ګناه وګړي وژلي٬ د هند اېجنټس په كوټلو شواهدو نيولې شوي٬ دوي په پاكستان كښې په ترهګر?? او هدفي وژنو كښې نېغ په نېغه ككړ ??و٬ په كاناډا او امريكا كښې هم دا ډول كېسونه رامخې ته شوي٬ ??ند به په نړيواله كچه د دې ځواب وركونكے ګرځول وي، د پاکستان په خاوره د هند كاروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ دي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي ووئيل بايد په نړيواله كچه د هند محاسبه وكړې شي٬ ??ونږ په پاكستان كښې د هند?? اېجنټس تفصيلات لرو٬ د دوو كېسونو تفصيلات به شيئر كوٶ او په ځينې كېسونو تفتيش روان دے، د تفتيش څخه معلومه شوې چې هند?? اېجنټ يوګش كمار په دې كښې ككړ دے٬ اشوك كمار او يوګش كمار به د هند اېجټس د لارې كاروائۍ كولې٬ د سهولت كارو په ذريعه د دې اېجټنس معلومات ترلاسه شوي۔ ده ووئيل تېر كال د پاكستان وګړے محمد رياض په راولاکوټ كښې په جومات كښې وژلے شوے ٶ٬ هند?? اېجنټ د اجرتي ق??تل د لارې محمد رياض وژلے ٶ، امنيتي ځواكونو اجرتي ق??تل نيولے او ھغه د جرم اعتراف كړے ٬ ده ووئېل د هند اېجنټ د ترهګر?? او په نورو وارداتو كښې هم ككړ ??اتې شوے۔ ده ووئيل په كاناډا او امريكا كښې هم دا ډول كېسونه رامخې ته شوي٬ د پاکستان په خاوره د هند كاروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ دي۔ خارجه سېکرتري ووئيل د هند?? اېجنټس اعترافي بيانونه هم شته څوك چې دا مهال زمونږ په ولقه كښې دے٬ مونږ د فنانشل ټرانزېكشنز ثبوت هم لرو، د دې اېجنټس پاسپورټ نمبر او شناخت به شېئر كولې شي٬ ده ووئېل يواځې مونږ نه وائيو كاناډا او امريكې هم دا ډول كاروائې په ګوته كړې دي۔
د هند اېجنټانو پاکستان كښې دوه بې ګناه وګړي وژلي ٬ د هند اېجنټس په كوټلو شواهدو نيولي شوي٬ دوي په پاكستان كښې په ترهګرۍ او هدفي وژنو كښې نېغ په نېغه ككړ وو۔ د خارجه سېكرټري پرېس كنفرنس
Interesting forest official entertainment APP
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania