اسلام آباد18مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان متحده عرب ام??را?? سره تجارت٬سېلګرۍ او سرمايه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د متحده عرب ام??را?? سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي ملاقات وكړو ۔د متحده عرب ام??را?? سفير وزيراعظم ته په بيا ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د ده لپاره ئې د متحده عرب ام??را?? صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لخوا د نيكو خواهشاتو پیغام راورسولو او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به د ورورورلۍ اړيكې راتلونكو كلونو كښې لا قوي شي۔وزيراعظم په پېغامونو د متحده عرب ام??را?? مشرتابه مننه وكړه او صدر شېخ محمد بن زيد النهيان٬نائب صدر شېخ محمد بن راشد المکتوم او نائب وزیراعظم شیخ منصور بن زید النهیان لپاره ئې د نيكې هيلې ولرلې۔د پاكستان او يو اے اي د تاريخي اړيكو يادولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان متحده عرب ام??را?? سره خپلې د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې او دواړه هېوادونه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره بشپړ خواهش لري۔وزيراعظم ووئيل پاكستان متحده عرب ام??را?? سره تجارت٬سېلګري او سرمايه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔دغسې د متحده عرب ام??را?? سفير د خپ?? هېواد مشرتابه لخوا د پاكستان سره د تړون توثيق وكړو او وئېل ئې چې متحده عرب ام??را?? لا قوي اړيكو لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے۔دغسې سفير د شيخ محمد بن زيد النهيان لخوا وزيراعظم ته زر تر زره د يو اے اي دورې بلنه وركړه۔د دورې بلنه قبلولو سره وزيراعظم د يو اے اي صدر ته هم زر تر زره د پاكستان دورې كولو د بلنې پخلے وكړو
پاكستان متحده عرب امارات سره سياسي خېرسګالي په قوي اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات سفير سره ملاقات كښې خبرې
Hotpot official entertainment website
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ