اسلام آباد۔08 مئی(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د نهم مئي د پېښې ترديد نه كېدونكې شواهد موجود دي٬فسادي ټولې په دغه ورځ په خپل هېواد بريد وكړو او د پاكستان سلامتيا وقار او پرمختګ په ضد يې ناوړه سازش وكړو٬د نهم مئي په پېښو كښې ككړ مخونه به بې نقابه كوو٬په پاكستان بريد كوونكې ناوړه مخونه به كله هم هېر نه كړو٬زمونږ وعده ده چې بيا به څوك دغسې كولو ته پرې نه ږدو۔ده د شورو په ورځ پي ټي وي هېډكوارټر كښې پرېس كانفرنس ته خطاب كولو۔وفاقي وزير ووئيل سبا به د نهم مئي د زړه دړدېدونكو پېښو يو كال ترسره شي٬نهم مئي زمونږ د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده٬په دې ورځ د پاكستان سلامتيا٬وقار او پرمختګ په ضد ناوړه سازش شوے٬د كوټلې منصوبه بندۍ ترمخه د هېواد دفاع كمزورې كولو هڅه شوې ۔ده ووئ??ل د نهم مئي په وراني كښې د ككړو كسانو په ضد ترديد نه لرونكې ثبوتونه موجود دي٬د ??غو?? مخونه به بې نقابه كوو او قام ته يادګيرنه كوو چې دغه خلق څوك وو٬ چا چې په خپل هېواد بريد وكړو او د خپل هېواد د كمزورې كولو هڅه يې وكړه۔??غو?? يو داسې كار كړے كوم چې كله دښمن هم نه ؤ كړے٬وفاقي وزير ووئ??ل د نهم مئي په پېښو كښې ككړو كسانو په هېو??د كښې اور لګول غوښتل٬??غو?? د ډلو په شكل مختلف ځايونو ته تللي وو او تر دې چې د شهيدانو يادګارونه يې ړنګ كړې۔ده ووئيل پاكستان يو خپلواكه هېواد او اتومي قوت دے٬د پاكستان پوځونه د نړۍ په غوره پوځونو كښې شمېرلې كېږي٬۔ده ووئيل زمونږ د هوائي ځواك پائلټانو په ډېره پوهه د دښمن طيارې رانسكوري كړي۔ده ووئيل چې كله كيپټن كرنل شېرخان شهيد كړے شو نو د پولې نه پورې غاړه څخه د هغه د نرتوب ستائنه وشوه۔ده ووئيل كه څوك د خپل ځان قرباني وركړي نو د دغې نه لويه قرباني بله څه كېدې شي خو د نهم مئي په پیښو كښې ككړو كسانو د كيپټن كرنل شېر خان شهيد مجسمې ته اور لګولے ۔اړي ګړي خوښونكي ټولي د سياسي مقاصدو په خاطر د شهيدانو يادګارونه وران كړي۔ده ووئيل كه ??غو?? اختلاف لرلو نو د سياسي ګوندونو په ضد به ئې لاريونونه ويستې وو او د خپل سياسي لارښود په حق كښې به ئې احتجاج كړے ؤ خو د ??غو?? مقصد اختلاف نه اړے ګړے او فتنه رامخې ته كول وو۔ده ووئيل اېم اېم عالم په ګرده نړۍ كښې نوم لري چا چې په 60 سيكنډه كښې د دښمن پنځې طيارې رانسكورې كړی وې خو دغې فسادي ټولي ميانوالي كښې د هغه يادګار هم پرېښې نه دے۔وفاقي وزير ووئ??ل د نهم مئي په حقله زمونږ سلوګن “بې حرمتي ان كي ګواره نهيں۔۔۔۔۔هونے دينا اب دوباره نهيں ” دے ۔ ده ووئ??ل د نهم مئي په پېښو كښې ككړو كسانو د خپلو وړو لويو وړو ذاتي ګټو په خاطر د قام د اتلانو بې حرمتي كړې٬كله د شهيدانو كورونو ته لاړ شۍ چې د ??غو?? په كورنيو څه تېرېږي۔د ??غو?? كنډې ٬ خوئېندې او مياندې په كوم دړد كښې ژوند كوي۔كله چې د ??غو?? كورونو ته په قامي بېرغ كښې نغښتے تابوت وروړلې شي۔د اطلاعات وزير ووئ??ل د شهيدانو يادګارونه د قامي غېرت نښاني دي ٬په دې مهال خبريالانو ته د نهم مئي پېښو په حقله ويډيو هم وښودلې شوه۔ده ووئ??ل د خان صېب خوريان هم په دغه پیښو كښې ككړ وو آيا هغه د خپلو خوريانو د پیژندګلو نه انكار كولې شي ؟ ۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان زمونږ ځان قربان دے٬پاكستان زمونږ پیژندګلو ده٬د ټولو نه وړاندې پاكستان دے سياست وروستو دے۔پاكستان زمونږ مشرانو په قربانو ترلاسه كړے او تر قيامت به ودان وي٬ده ووئ??ل د نهم مئي كيسونه منطقي انجام ته ??سې??ل پكار دي٬په دغه كښې د كومې خبرې تاخير دے؟ده ووئيل په امريكا كښې چې په كيپټل هل بريد وشو نو ټولو ككړو كسانو له سزاګانې وركړې شوې ٬د نهم مئي د پېښو خو شواهد هم شته نو بيا څه مشكل دے ٬چې د دغې كيسونو پريكړې نه كېږي۔ده ووئيل ځوان نسل لپاره پیغام دے چې ??غو?? د چا په خبرو كښې رانشي او د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه واخلي۔ده ووئ??ل د نهم مئي په اړه سبا د كابينې خاص غونډه رابللې شوې چې ورته به وزيراعظم خطاب كوي دغسې په غونډه كښې پيپلز پارټي ٬آئي پي پي٬نېشنل پارټي٬مسلم ليګ(ق)او متحده قومي موومنټ ته خاص بلنې وركړی شوي۔ مازيګر به وزيراعظم كنونشن سنټر كښې دستورې ته خطاب هم كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئ??ل د پي ټي آئي د باني قول او فعل يو نه دي ٬د متضاد خبرو كولو اموخته د پي ټي آئي باني په خپله خبره بيا ولاړ نه پاتې كېږي۔د هغه مقصد د خپلې ګټې سره خپل قول سمول دي۔هغه د پاكستان او پاكستانيت سره هېڅ غرض نه لري۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئ??ل د نهم مئي د پېښو پلټنې روانې دي چا چې څومره جرم كړے د دغې تعين د تحقيقاتي ادارو كار دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئ??ل دا پوښتنه رامخې ته كېږي چې د خان صېب كورنۍ په نهم مئي د كور كمانډر كور مخې ته څه له تللې وه٬د دغه ځواب پكار دے٬په نهم مئي نورين خان٬عظمی خان او عليمه خان د كور كمانډر د كور نه بهر موجود وې۔ ده ووئېل د پي ټي آئي لارښودو په دغه ورځ سپارښتنې كولې چې چا له چرته ??سې??ل دي او چرته بريد كول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې هېو??د كښې عدالتي نظام شته٬سزا وركول د عدالتونو كار دے٬عدالتونه خپل كار كوي۔
د نهم مئي د پېښو ترديد نه كېدونكې شواهد موجود دي٬فسادي ټولې په دغه ورځ په خپل هېواد بريد كړے ٬په پاكستان بريد كونكے ناوړه مخونه به كله هم هېر نه كړو٬زمونږ وعده ده چې بيا به څوك دغسې كولو ته پرې نه ږدو۔عطاﺀالله تارړ
Super Golf Drive Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک