اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چا??و وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د خبرو اترو په حق كښې يم خو په دړكو خبرې نه كېږي٬د پي ټي آئي باني سره د حكومت هېڅ ډول خبرې نه دي روانې٬كه چرې د پي ټي آئي باني خبرې اترې كوي نو عدالتونو سره دې وكړي چرته څخه چې هغه خوشے كېدے شي٬احتجاج دې خپلو ضلعو او صوبه كښې وكړي٬چاته په اسلام آباد د بريد كولو اجازه نه شو وركولې٬په هره مهمه موقع د پي ټي آئي احتجاج كېږي ٬ اولس دې پريكړه وكړي چې دا د چا په تګلاره عمل كوي۔ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد هائي كورټ كښې د پيشۍ نه پس خبرې ميډيا سره خبرې كولې۔داخله سېكرټري آغا خرم٬د اسلام آباد آئي جي سيد علي ناصر رضوي٬د اسلام آباد چيف كمشنر هم د داخله وزير سره په عدالت كښې وړاندې شوو ۔داخله وزير محسن نقوي ووئيل د نومبر په 25مه نېټه د بيلاروس 65 كسيزه پلاوې راځي چې پكښې لس وزيران دي٬ 25 نومبر د بېلاروس صدر راځي د چا چې درې ورځنۍ دوره ده٬داسې ماحول كښې به مونږ له هغسې كنټينر لګول وي او موبائل فون سروس به هم بندول وي ځكه چې د رياست د ميلمنو حفاظت زمونږ وړومبے فرض دے٬د دغې نه پس به مونږ له د خپل ښار او وګړو حفاظت كول دي٬ځكه مونږ چا??ه د جلسې جلوسنو اجازه نه شو وركولې۔ده ووئيل د احتجاج لاره څوك هم نشي نيولې٬تاسو چې چرته يې هلته احتجاج وكړۍ٬په عدالت كښې مې هم دا ??ئې??ي دي چې مونږ څوك هم د احتجاج څخه منع كولې نه شوو خو اسلام آباد ته راتلل احتجاج كول او هغه هم په دې ورځو كښې احتجاج كول كله چې مهم ايونټ كېږي٬ ده و??ئې?? اولس دې پريكړه وكړي چې ??غو?? په دې مهمو ورځو كښې احتجاج ولې كوي٬انتظاميه به خپل انتظامات پو??ه كوي۔تحريك انصاف باني سره د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چا??و وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د پي ټي آئي باني سره كومې خبرې اترې نه كېږي٬خبرې په دړكو نه كېږي٬زه د مذاكرات په حق كښې يم خو په داسې صورت كښې نه چې دړكې وركوي او وائي چې مذاكرات كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د موبائل فون بندېدو پريكړه به تر سبا شپې وكړې شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬چيف سېكرټري او آئي جي سره هره ورځ په څه نه څه حواله رابطه وي٬اوس د خېبرپښتونخوا څخه د اېف سي 15 پلاټون درخواست راغلے٬هغه زمونږ صوبه ده هغه پرېښودلې نه شو۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې د مېشته افغانانو په اړه لائحه عمل به راتلونكو څو ورځو كښې مرتب كړے شي٬په لويه شمېره كښې افغانان نيولې شوي٬په هر احتجاج كښې نيولے شوو 100 كښې 25 افغانان راوځي٬٬ ده و??ئې?? د پاكستانيانو په احتجاج پوهېږو خو افغانان ولې احتجاج كوي؟د پي ټي آئي باني مذاكرات ډيډ لائن په اړه ده ووئيل عمران خان سره مذاكرات كله كېږي؟اډياله زندان كښې د عمران خان خبريالانو سره شوو خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې محسن نقوي ووئيل علي امين ګنډا پو?? او بيرسټر ګوهر عمران خان سره ملاقاتونه كړي٬كه چر د پي ټي آئي باني خواهش وي نو وړاندې دې راشي٬كه چرې ??غو?? خبرې كول غواړي نو مونږ دې خبر كړي٬خو دا نشي كېدې چې ??غو?? اسلام آباد ته راشي او زمونږ په وګړو بريد وكړي٬كه مونږ خبرې كوو نو داسې به نه كېږي۔
د خبرو اترو په حق كښې يم خو په دړكو خبرې نه كېږي٬د پي ټي آئي باني سره د حكومت هېڅ ډول خبرې نه دي روانې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي
Joker Wild Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم