9 مئي د نه قبلولو او نه بخښلو جرم دے، ماسټر مائند له به هم سزا وركولې شي،ترهه ګري او مذاکرات په يو ځائې نه شي كيدے ۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاالله تارړ اولسي غونډي ته وينا
स्लॉट मशीन प्रतिष्ठित सट्टेबाजी लिंक
APP34-221224
LAHORE: December 22 – Federal Minister for Information and Broadcasting Attaullah Tarar addressing the ceremony after inaugurate development works at Green Town. APP/AMI/FHA
لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې 9 مئي د نه قبلولو او نه بخښلو جرم دے، ما??ټر مائند له به هم سزا وركولې شي،ترهه ګري او مذاکرات په يو ځائې نه شي كيدے ،د سياست په نوم په هېواتد كښ?? ترهه ګري به زغملے نشي، اختلاف کول دي نوو سياستمدارو سره دې وكړي ، شهيدانو سره ولي ؟ پي ټي آئي د هېواد دفاع او سلامتيا ته زيان رسولو هڅه كړي،د مسلم ليګ (ن) په دور كښ?? عمر له پرمختك شوي،د برېښنا په بلونو 95 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوي ، حلقه كښ?? پرمختيائي كارونه به پېل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ لاهور كښ?? يوې اولسي غونډي ته وينا كښ?? وكړه۔په دې موقع د مسلم ليګ (ن) لارښود مياں عمران جاويد او رانا صفدر پشمول ګڼ شمير كسان موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل 9 مئي د تاريخ يوه توره ورځ ده، پي ټي آئي د هېواد سلامتيا او دفاع ته د زيان رسولو هڅه كړي، د سياست په نوم هېواد كښ?? بريدونه شوي، يو نالائق تن د هېواد د دښمنۍ ثبوت وركولو سره آئي اېم اېف ته خط ليكلې چې د پاکستان مرسته ونه كړئ،د هېواد په سلامتيا بريدونه به قبلولې نشي ، سياسي ترهه ګرۍ نه چليږي، پاکستان وي نو مونږ به يو۔ده ووئيل تيره ورځ يوه لويه ورځ وه ، سانحه 9 مئي كومه چې زمونږ په تاريخ کښې يوه توره ورځ ده ، هغې كښ?? ككړ 25 مجرمانو له سزاګاني وركړې شوي،دغه كسانو د شهيدانو يادګارونه ويجاړ كړي، هغه عظيم شهيدان كومو چې د هېواد لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ،د هغوي بے حرمتي شوي،د هېواد په دفاعي تنصيباتو بريدونه كولو سره د هېواد سلامتيا ته د زيان رسولو هڅه شوي۔ وفاقي وزير مخاطب كيدو سره ووئيل سياست دي وكړئ هغه څوك د سياست څخه منع كوي خو د سياست تهذيب و تمدن په دائره كښ?? پاتي كيدو سره دې وكړي ، سياسي اختلاف کول دي نو د سياستمداررو سره دې وكړې،شهيدانو سره د هغه څه دښمني ده؟، د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل يوي انتشاري ډلي سياسي ګټو لپاره د خپل هېواد په ضد سازش كوي، 9 مئي فتنه خپرونكې ډلي په خپل هېواد بريد كړې او د هېواد دفاع کمزورې كولو هڅه ئې كړي،كوم كار چې دښمن هم نه ؤ كړې هغه دوي وكړو،د شهيدانو مجسمو ته اوور لګولې شوي ، يادګارونه وېشتلے شوي ، 9 مئي پېښه د تاريخ تور باب دې د كوم ما??ټر مائنډ چې ?? پي ټي آئي باني چيئرمېن دے۔ده ووئيل دا هېواد د ټولو دے او سياست دې نه پس دے،هر څنګه چې هم سياسي معاملات وي،مونږ به د هېواد د عزت او سلامتيا خيال ساتو۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل ?? پي ټي آئي دور حکومت كښ?? نالائق ډلې هېواد ديواليه كړې،ملګري هېوادونه مرور كړې شوي ؤ، آئي اېم اېف ئې د مرستي كولو څخه منع كړې ؤ،مونږ د خپل سياست پروا کولو نه غير نه يواځي هېواد ديواليه كولو څخه بچ كړې بلکه د هېواد معيشت په سم پلو روان كړې شوي۔عطاالله تارړ ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف مدبرانه قيادت كښ?? نن د هېواد معيشت كښ?? ښه والې را??لې،د هېواد په تاريخ كښ?? په وړومبي ځل اسټاك ايکسچينج يو لاکھ پوائنټس څخه تجاوز کړې،د ګرانۍ شرح كمه شوي او تر 4 فيصده ته را??لې، ترسيلات زر 8.8 اربه ډالر ته رسيدلې، شرح سود كښ?? ښكاره كمې را??لې، زرمبادله ورځ په ورځ زياتيږي، را??لونكو كښ?? به نور زيري ترلاسه شي۔ده ووئيل د هېواد معيشت ښه والي له د پاك پوځ مشر هم خپل كردار ترسره كړې،مرور ملګري پخلا كړې شوي، بهرني سرمايه کارو په هېواد كښ?? د سرمايه کارۍ عنديه راكړې كوم چې په حکومت د باور څرګندونه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د اولسي مسئلو څخه خبر يو،اولس به مايوسه نه كړو ،ټول هېواد كښ?? پرمختيائي پروژي پېل شوي د كومو ميوي به چې اولس ته په لاس ورشي۔عطاالله تارړ ووئيل مونږ د خبرو ا ترو قائل يو، مونږ يساسي كسان يو ، مونږ خبري اتري كول پيژنو او غواړو هم خو چرته چې سياسي ترهه ګري وي ،چرته چې د سياست په نوم په هېواد بريدونه كېږي،دا نه شو زغملے۔ ده ووئيل زمونږ قائدينو هم د خدمت په سياست باور لرلو،د هغه خدمت جذبے ترمخه د برېښنا بلونو كښ?? وزيراعظم محمد شهباز شريف 50 اربه او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز 40 اربه روپۍ سبسډي وركړې دغسې چې د اولس بلونه كم شي،اوس ونټر پيکيج راوړې شوي،د برېښنا بلونه به نور هم كم شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا حلقه به ډير زر يوه مثالي حلقه جوړه شي،هېواد به هم پرمختګ كوي،دا حلقه به هم پرمختګ وكړي او د اولس مسئلې به حل شي۔په آخر كښ?? وفاقي وزير شعر اټھ باندھ کمر کيا ډرتا هے،پھر ديکھ خدا کيا کرتا هے وئيلو سره ووئيل چې كوم هم كار كښ?? نيك نيتي وي نو د لوے څښتن مرسته هم هغې كښ?? شامليږي، مونږ به هېواد يو معاشي قوت جوړوو او دا خواب به ډير زر پوره شي۔