پاكستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔وفاقي وزير سردار اياز صادق د كاناډا پلاوي سره خبرې
Baccarat squeeze login website
APP12-120922
ISLAMABAD: September 12 - Federal Minister for Economic Affairs Sardar Ayaz Sadiq chairing a meeting with Mr. Harjit Sajjan, Canadian Minister of International Development at Pak Secretariat. APP
اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان خپلو ترقياتي شراكتدارو سره په ګډه د اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان رپورټ ته حتمي شكل وركوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د كاناډا نړيوال پرمختګ وزير هرجيت اېس سجن په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔وفاقي وزير د پلاوي د اقتصادي چارو په وزارت كښې هركلے وكړو او د پاكستان د معاونت او يووالي څرګندونې په اړه ئې د كاناډا عزم وستائېلو۔سردار اياز صادق د كاناډا خپل هم څنګ ته د غېر معمولي بارانونو او سېلاب په سبب پاكستان ته د رامخې ته شوي صورتحال نه خبر كړو۔ده ووئيل پاكستان كښې په كال 2010 كښې سېلاب د ګليشيئر وئېلې كېدو په سبب رامخې ته شوے ؤ خو دې ځل دا د موسمياتي بدلون په سبب رامخې ته شوے۔د كاناډا وزير په پاكستان كښې د سېلاب به امله په ځاني او مالي زيان ?? زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونې سره ووئېل مونږ د سېلاب د تباهۍ احساس لرو د كوم څخه چې پاكستان تېرېږي٬په دې سخت وخت كښې كاناډا د پاكستان سره ولاړه ده۔ده ووئيل كاناډا د پاكستان قوي اتحادي دے۔په كاناډا كښې د پاكستان يو قوي كميونټي ده كومه چې د پاكستان وروڼو او خوئېندو مرستې لپاره ناقلاره ده او چې څومره مرسته كولې شې كوي به ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم پخپل?? د ??ېشنل فلډ رېسكيو كوآرډينېشن كمېټۍ غونډو د لارې هره ورځ د مرستې هلو ځلو څارنه كوي٬د رېسكيو او مرستې هلو ځلو سپيځلتيا لپاره خاص سټيئرنګ كمېټي هم جوړه كړی شوې ۔دغسې د كاناډا وزير د پاكستان حكومت هڅې وستائېلې