اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وز??ر سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د حج انتظامات او د معاونينو تربيې سره اړوند غونډه وشوه۔ په دې موقعه خپله وېنا كښې د مذهبي چارو وفاقي وز??ر ووئيل په جدہ او مدینه ایئرپورټس به پاكستاني عازمينو له د استقبالیه ډیسک او د وروكېدو او موندل كېدو ٬ لارښودنې او شكايات درج كولو له بېل سېل جوړولې شي۔ د استوګنې ٬ خوراك ٬ سفري آساني او د نجي حج سكيم څارنې څانګې به هم تشكيل كولې شي۔ ده ووئيل په مکه او مدینه كښې د مركزي روغتون په شمول 14 ډسپنسرۍ به جوړولې شي٬ حج میډیکل مشن په 500 تجربه لرونكو كسانو مشتمل دے۔ په دې كښې 180 ډاكټران او 320 پېرا میډیکل عمله شامله ده۔ وفاقي وز??ر ووئيل معاونین حج په وفاقي او سول ??ېك??ټرېټ ملازمينو ٬ رېنجرز ٬ پوليس ٬ 1122 مشتمل دے۔ مفت داروګان ٬ اېكسرے لېبارټي او پاكستانۍ طبي عمله به 24 ساعته موجود وي۔ د حج 2023 لپاره د معاونینو تربيه پېل كړې شوې ده۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د معاونين د تربيې او مشقونو اهتمام په حاجي كېمپ اسلام آباد كښې شوے دے۔ ګرد هېواد څخه د 550 غوره معاونينو ټاكنه شوې ده۔ د وزارت په 220 وګړو مشتمله عمله او افسران به هم د عازمينو مرسته كوي۔ په دې موقعه د معاونينو ډائرېكټر سجاد يلدرم ووئيل چې د عازمين حج آسانۍ له به د هر ډول لارښودنه كولې شي۔معاونين به د سعودي قوانين په اړه خبرولې شي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ته خواست وكړو چې په مقامات مقدسه كښې د صفايۍ خاص خي??ل وساتي۔
د وفاقي وزير سينيټر طلحه محمود په مشرۍ كښې د حج انتظامات او د معاونينو تربيې سره اړونده غونډه
CQ9 electronic online entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی