اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د امريکې خارجه وزير انټوني جے بلنکن سره پاکستان كښې د سېلاب له امله په شوي تباهۍ او د ځپليو سيمو بحالۍ پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو تيره ورځ په خپلو خبرو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ، د افغانستان صورتحال پشمول د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ بيان له مخې د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت انداز نخ په وړاندې بوتللو د اطمينان څرګندونه شوې او په پراخه بنيادونو ارونكې ايجنډا د عمل كولو د خواهش پخلے شوے۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پاکستان كښې د سېلاب نه پس په 97 مليونه ډالره انساني امداد د امريكې حکومت مننه وكړه۔ده د امريکې خارجه وزير انټوني جے بلنکن د پاکستان د اړخه د بحالۍ او ځپليو سيمو كښې د تعمير نو لپاره د شوو اقداماتو څخه خبر كړو۔ده د امريكې خارجه وزير په 9 جنوري 2023 جنيوا كښې د پاکستان د بحالۍ او تعمير نو لپاره روانو هڅو كښې مرستې لپاره د كيدونكې نړيوال کنفرنس په اړه هم خبر كړو۔د امريکې خارجه وزير په دې موقع پاکستان كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ او تعمير نو چيلنج مقابله كولو كښې د امريکې انتظاميې د پرله پسې ملاتړ پخلے وكړو
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سره د امريكې خپل همڅنګ خبرې ،پاکستان كښې د سېلاب له امله په شوي تباهۍ او ځپليو سيمو كښې د بحالۍ پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد