اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) سوات ??ره د تعلق لرونكې نوبل جائزه ګټونكې زدكوونكې ملاله يوسفزئي وئيلي دي چې ??ايد په راتلونكو ټولټاكنو كښې سياسي ګوندونه په خپل منشور او اېجنډا كښې روغتيا او تعليم ته پام وكړي٬ د جمهوريت تسلسل خوشبينه دے او هيله ده چې ??ا لړې به روانه وي٬ د اولس او امنيتي ځواكونو د قربانيو په نتيجه كښې امن راغلې٬ وطن ته راستنېدو ??ره د پاكستان ښه او مثبت تشخص په ډاګه شوے٬ ملګرتيا كوونكو ته به ووايم چې هغوي دې د نفرت او تشدد نه نفرت وكړي او خپل پېغام دې په مثبت ډول مخ په وړاندې بوځي۔ ماشومانو او په خاص توګه د جينكو تعليم او د روغتيا ودې لپاره كار جاري ساتل غواړم۔ د اتوار په ورځ اېسوسي اېېټډ پرېس آف پاكستان﴿اے پي پي﴾ ??ره په ځانګړې مركه كښې ملاله ووئيل چې پنځه كاله وړاندې كله چې هغه علاج لپاره وړل كېده نو هغه په كومه كښې وه٬ د انګلستان په يو روغتون كښې مې سترګې وغړولې٬ پنځه كاله پس كله چې ??پل وطن ته راغلم نو داسې ښكاري لكه چې ??وب وينم۔ ملاله يوسفزئي ووئيل چې په هېواد كښې د امن په راوستلو كښې د امنيتي ځواكونو٬ حكومت او اولس يو كردا?? دے۔ هغې ووئيل چې وطن ته راتګ ئې د پاكستان بريا ده٬ د پاكستان اولس او امنيتي ځواكونو ډېرې قربانې وركړې دي٬ د لكونو په شمېر خلق بې كوره شول٬ خ??ق د خپلو خپلوانو نه جدا شول۔ زما وطن ته راستنېدو ??ره ??ره نړۍ ته پېغام تللې چې ?? هېواد حالات ښه كېږي او زه د ټولې نړۍ خلقو ته وايم چې هغوي دې سوات او كشمير ته راشي۔ سياست ته د راتګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ملاله ووئيل چې كله څوك ماشوم وي نو هغه هر څه جوړېدل غواړي٬ خو چې ??مر تېرېږي نو په نظر كښې بدلون راځي٬ لومړې مې غوښتل چې وزيراعظمه جوړه شم چې ??غسې د ماشومانو او په خاص توګه د جينكو تعليم لپاره كار وكړې شم خو دا دومره اسان كار نه دے٬ بلكې مشكل دے٬ زه خپل پام تعليم او روغتيا ته ګرځول غواړم۔ په سوشل مېډيا د هغې په ضد د منفي تبصرو په اړه هغې ووئيل چې ??ل مې د تشدد او نفرت مخالفت كړے٬ په منففي تبصرو زياته توجه نه وركوم٬ د مثبتې خبرې ملاتړ كوم۔
سوات سره د تعلق لرونكې نوبل جائزه ګټونكې ملاله يوسفزئي اے پي پي سره ځانګړې مركه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر