اسلام آباد۔16اپرېل (اے پی پی) د سعودی عربستان ولي عهد ٬ نائب وزيراعظم او د دفاع وزير شهزاد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز د خالي په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ټېلېفون وكړو او ده ته ئې د وزيراعظم منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د مباركۍ په پېغام د ولي عهد مننه وكړه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو له ئې سعودي عربستان سره په ګډه كار كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په مثالي مشرتابه كښې د سعودي عربستان په ځانګړي پرمختګ دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوه اړخيزه او نړيوالو فورمونو د سعودي عربستان د تاريخي او پرله پسې ملاتړ مننه وكړه او سعودي ولي عهد ته ئې باور وركړو چې پاكستان به په هر ډول حالاتو كښې سعودي عربستان سره څنګ په څنګ ولاړ وي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف او سعودی ولی عهد په ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ و د روزګار موقعو پېدا كولو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق وكړو۔ سعودی ولی عهد وزیراعظم محمد شهباز شریف ته د سعودي عربستان د دورې كولو بلنه وركړه ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف هم ولي عهد ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔
د سعودی عربستان ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان وزيراعظم شهباز شريف ته ټېلېفون ٬ د وزيراعظم منصب په سنبالولو مباركي
مضمون کا ماخذ : گرم گرم