مانسهره 11 فروری (اے پي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخواني وزيراعظم د موټروے د لارې په هېواد ??ښې د سړكونو جال خپور كړے او دې سره د ه??واد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره ??ښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په غازي كوټ ??ښې د سوئي ګاز د اضافي پائپ لائن د پرانستې نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا ??ښې وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظهور٬ ميا ضياالرحمان او ضلع ناظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے۔ په ټول هېواد ??ښې د نواز شريف په غونډو د اولس ګډون عدالتي پرېكړه رد كړے۔ اولس به د كاركردګې په بنياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټولټاكنو ??ښې به نه يوازې په وفاق بلكې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو ك??ې مسلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔
پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي۔ سردار يوسف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج