اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن نورعالم خان په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوند سركاري چارواكو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت د كال 20۔2019 د آډټ اعتراضونو جاج واخستې شو۔ د پي اے سي چيئرمېن نورعالم خان و??ئي?? فنانس ډويژن ته ??ئي??ي شوي ٶ چې د آډيټر جنرل آف پاکستان اېګزيکټو الاؤنس بندېدل پكار نه دي٬ فنانس او آډيټر جنرل چارواكي دې په ګډه پرېكړه وكړي تر ھغه وخته دا الاٶنس ايسارول پكار نه دي۔ كمېټۍ د منصوبه بندۍ او پرمختګ د سېكتر په عدم حاضرۍ د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره د سېكتر رابللو امر جاري كړې دې٬ د پاکستان رېلويز د 4.4 اربه روپو ماليت په زمكو د قبضې د صورتحال جاج اخستو سره نورعالم خان و??ئي?? ډېرې زياتې زمكې دي٬ 138 اېكړ خو زمونږ په ښار كښې دي۔ سيد حسېن طارق و??ئي?? د تېرو 30 ٬ څلوېښتو كالو راهسې خلقو كډه اچولې ده دوي اچوتول ګر??ن دي د دې مسئلو حل راباسل ضروري دي۔ نورعالم خان و??ئي?? په دې كښې د رېلوے ملازمان ملوث دي په دې مع??مله نرمي پكار نه ده، د ټولو نه وړاندې دې پېښور څخه انکروچمنټ ختم كړې شي۔ د رېلوے سېكتر و??ئي?? زمونږ 14 زره اېكړا زمكه قبضه شوې ده٬ دا مسئله د نن نه ده د وړٶمبۍ ورځ څخه ده، مونږ زر د رېكوري هڅې كوٶ٬ كمېټۍ و??ئي?? چې په دې مع??مله كښې د ملوث ذمه وارو تعين دې وكړې شي۔ نورعالم خان و??ئي?? دې ته دې هم كتنه وكړې شي چې يو چارواكې د دريو كالو نه زيات په يو ځائ تعينات پاتې نشي؟۔ د كمېټۍ چيئرمېن د هاٶسنګ سوسائيټو لپاره د زمكو په وركولو د تشويش څرګندونه كولو سره و??ئي?? كوم چارواكي يا وزير چې دا ناسمه پرېكړه كړې ده ھغه به هم انصاف سره مخ كولې شي۔ آډټ چارواكو و??ئي?? چې د رېلوے لېنډ، پارکنګ سټينډ ، لګېج وين وغيرہ په ليز وركړې شوې دي٬ په ټيټه بيعه كنټرېكټ وركولو سره د 622 مېليونه زيان شوې۔ نورعالم خان و??ئي?? ذمه وار چارواكې دې رابللو سره وپوښتلې شي٬ كمېټۍ مع??مله راتلونكې غونډې لپاره موخره كړې۔ نورعالم خان و??ئي?? الېكټرك انجڼ پكار دي تاسو اوس د ډيزل په انجڼ چلېږۍ٬ ډيزل انجڼ تباهي ده٬ پټلۍ اپ ګرېډ كړۍ او الېكټرك لوكو موټو وړاندې كړې۔ حسېن طارق ووېيل د اېم اېل ون سټېټس څه دے٬ سېكتر و??ئي?? اېم اېل ون نن هم ستراتېژك پراجېكټ دے٬ اېم اېل ون لپاره مونږ په بشپړه توګه چمتو يو٬ فنانسنګ به چين كوي٬ د دواړو حكومتونو ترمېنځه به د دې فنانسنګ كېږي٬ سي پېك څخه مونږ ته يو ټكه نه دې ترلاسه شوې٬ زمونږ د پنشن خرڅ رېلوے پورته كوي٬ مونږ سولر سسټم راوړاندې كوٶ
د پي اے سي په غونډه كښې د رېلوے وزارت د 20-2019 آډټ اعتراضونو جاج واخستې شو
Garuda gem online entertainment website
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena