انقره 01 جون (اے پي پي) د پاكستان او تركيې ترمېنځه د تفاهم په اوو بېلا بېلو يادښتونو لاسليك وشو. وزيراعظم شهباز شريف او ترك صدر رجب طيب اردوان هم په دې موقع موجود وو. د شورو په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د تركيې پرېذېډنسي اف سټرېټېجي اېنډ بجټ او د پاكستان د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ اتهارټۍ ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك شوے. د تركيې او پاكستاني حكومت ترمېنځه د نالج شيئرنګ پروګرام په فرېم ورك لاسليك شوے. د تركيې د ټرانسپورټ او انفراسټركچر او د پاكستان د مواصلاتو وزارت ترمېنځه د هائي وے انجينئرنګ په اړه د تفاهم يادښت لاسليك شوے. د تركيې او پاكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت او معاشي اړيكو ودې په اړه د شريك وزارتګي بيان په اړه د تفاهم يادښت، د تركيې او پاكستان د خزانې وزارت ترمېنځه د فني مرستې د پروټوكول د تفاهم يادښت، د تركيې د خزانې وزارت او د پاكستان د اقتصادي چارو وزارت ترمېنځه د قرض انتظام په اړه د مرستې په پروټوكول، د كورونو په څانګو كښې مرستې لپاره د تركيې د ماحولياتو، شهري پرمختګ او د موسمياتي بدلون وزارت د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ ترمېنځه د تفاهم ياښتونه لاسليك شوي دي.د پاكستان لخوا خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د تجارت وزير نويد قمر او د تركيې لخوا د ټرانسپورټ وزير په لوظنامو لاسليك وكړو.
د پاكستان او تركيې ترمېنځه د تفاهم په اوو بېلا بېلو يادښتونو لاسليك وشو
مضمون کا ماخذ : کڑک