اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پارلماني پلاوي سره د عثمان كاكړ كور مسلم باغ كښې غمژنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن په دې موقع د حق رسېدلي لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل د هغه سياسي او سماجي خدمات به تل ياد ساتلے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن سره په پارلماني پلاوي كښې سينيټرز سرفرازاحمد بګټي، احمد خان، محمد عبدالقادر، منظور كاكړ، دنيش كمار او پرنس عمر احمد زئي شامل وو
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea