اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) په كشمير كښې د هند بدتره ظلمونه نړۍ ته په ډاګه كولو لپاره به قوم(سبا)د جمعې په ورځ د كشمير يو والي ورځ لمانځي۔په دې ورځ به په ټول پاكستان كښې عامه رخصتي وي۔د پاكستان وزيراعظم عمران خان به د آزاد كشمير په كوټلي ضلع كښې د كشمير يو والې ورځې په مناسبت اولسي غونډې ته وېنا كوي۔صدر م ډاكټر عارف علوي به په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د يو والي لاريون مشري كوي۔د آزاد كشمير په پايه تخت مظفرآباد كښې به د لاريون مشري د آزاد كشمير وزيراعظم يا صدر كوي۔په ګلګت كښې به هم ګورنر او وزيراعلٰی د لاريونونو مشري كوي٬په صوبائي سرښارونو٬لاهور٬كراچۍ٬پېښور او كوئټه كښې به هم ګورنر يا وزيراعلٰی د لاريونونو مشري كوي۔سهار پھ لس بجې به په ټول هېواد كښې د يوې دقيقې خاموشي اختيارولې شي۔ټرافېك به يوې دقيقې لپاره ودرولې شي او سائرن به غږولې شي۔په كوهاله پل به پاكستان او آزاد كشمير سره تعلق لرونكي استازي د انساني لاسونو زنځير جوړوي٬په ا يوان صدر كښې به د كشمير په اړه سېمينار كېږي۔په ټوله نړۍ كښې به د پاكستاني مشنز لخوا هم پھ دې لړ كښې دستورې كېږي٬په تعليمي ادارو كښې به تقريري مقابلې كېږي٬په سكرپړياں كښې به خاص پروګرام كولې شي۔دا ورځ په سركاري كچه د كال 1990 نه لمانځلې شي
په كشمير كښې د هند بدتره ظلمونه نړۍ ته په ډاګه كولو لپاره به قام(سبا)د كشمير سره د يو والي ورځ لمانځي
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری