اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي سينما د كلتور او د برداشت کلچر ته په وده وركولو كښې مهم كردار لوبولے شي?? د پاکستان او قاز??ست??ن ترمېنځه په سباٶن كښې د مرستې روښانه امكانات موجود دي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په پاکستان نېشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د قاز??ست??ن سفارت لخوا د قازخ فلم “Kazakh Khanate” سکريننګ په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د كلتور وفاقي نګران وزير جمال شاہ او په پاکستان كښې د قاز??ست??ن سفير يرژان کستافين هم موجود وٶ۔ ده د قاز??ست??ن سفير يرژان کستافين او د وفاقي وزير جمال شاہ مننه كولو سره ووئيل د وفاقي وزير جمال شاہ نه ښه بل څوك د سنيما عكاسي نشي كولې۔ وفاقي وزير د سينما د لارې د كلتور ودې له د عزم څرګندونه كولو سره ووئيل د پاکستان او قاز??ست??ن ترمېنځه د كلتوري اړيكو په وده كښې به د اطلاعات وزارت او د قامي ورثه وزارت د قاز??ست??ن د سفارت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل زمونږ په وړاندې لوئې چېلنجونه موجود دي چې پك??ې يو د عدم برداشټ دے ٬ ده ووئېل د عدم برداشت كلتور خاتمې لپاره مونږ له د كلتور او ادب د لارې د اولس سوچ بدلولو ته ا??تيا ده ۔ وفاقي وزير ووئيل د كلتور په وده كښې سينما يو خاص مقام لري ٬ دې لپاره به مونږ له ښه سينما ګانو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل قاز??ست??ن ډېر لرې نه دے٬ د دوي خاوره په جغرافيائي او كلتوري لحاظ سره مونږ سره تړلې ده او زه باور لرم ??ې نن به دلته د قاز??ست??ن فلم د اولس خوښ شي٬ ده ووئېل د زده كړې دا تجربه زمونږ اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره د پېل نكته پكار ده۔
سينما د كلتور او د برداشت کلچر ته په وده وركولو كښې مهم كردار لوبولے شي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
Golden Pig official entertainment link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری