اسلام آباد 25مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ قامي دائره كښې د اتحاد او اتفاق راپیدا كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي تحريك انصاف دا مهال د ب ېاتفاقۍ ښكار دے ٬د پي ټي آئي لارښودو رويه داسې ده لكه څنګه چې واړه ماشومان پخپل مينځ كښې جنګېږي٬د پي ټي آئي لارښود دې سياست پرېدي او قومي دائره ته دې راشي ٬ دلته دې سياست وكړي٬ بايد د مع??شت ميثاق لپاره كردار تر سره كړي٬د هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې ته پام لرنه كوو ٬انشاﺀ الله وړومبے هم مونږ امن راوستے ؤ او ا??س به هم راولو٬په ګوادر پورټ اتهارټي بريد كښې ككړ كريم جان نومې ترهه ګر د 2022 څخه مسنګ پرسن ډيكليئر ؤ ٬دا ډېره حساس معامله ده٬دې ته د لا كتنې ضرورت دے ٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې د معاشي اصلاحات په ايجنډا په تندۍ سره كار كوو٬د وزيراعظم وژن دے چې غريب ته د زيات نه زيات رېليف وركړي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورځې په بنياد د مع??شت په اړه غونډه كوي٬د حكومت پام د اولس مسئلو حل كولو پلو دے ٬د سټيټ اون ادارو نجكاري٬حكومتي خرڅونو كښې كمے ٬ټيكس اصلاحات٬د اېف بي آر ډيجيټلائزېشن٬ټيكس نيټ كښې د زياتوالي غوندې اقداماتو ته زمونږ پام دے۔ده ووئيل د پاكستان حكومت په وړومبي ځل ټيكس حجم زياتونكو كاروباري حضرات ته ايوارډز وركوي٬په دې لړ كښې به په وزيراعظم هاؤس كښې باقاعده دستوره كېږي۔وفاقي وزير ووئيل د معاشي اصلاحاتو لړۍ په تندۍ سره روانه ده٬د روژې مباركې په مياشت كښې اولس ته د رېليف وركولو لپاره وزيراعظم په ټول هېواد كښې د وزيرانو ډيوټۍ لګولې٬پرون هم وفاقي وزيرانو د يوټېلټي سټورز دورې كړي او هلته د موجوده انتظامات جاج ئې اغستلے۔ده ووئيل د هېواد مع??شت ښه والي لپاره اقدامات له تګلارې جوړېږي٬د وزيراعظم پام معاشي اصلاحات ته دے۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه زمونږ وړومبۍ ترجيح د٬انشاﺀ الله وړاندې هم مونږ امن راوستے ؤ او ا??س به هم راولو٬د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې مونږ پخپلو امنيتي ځواكونو بشپړ باور لرو٬شهيدانو ته سلام كوو چا چې د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔وفاقي وزير ووئيل څه ورځې مخكښې په ګوادر پورټ اتهارټي بريد شوے چې ذمه واري يې بي اېل اے قبوله كړې٬په دې بريد كښې ككړ كريم جان نومې ترهه ګر وژلے شوے٬كله چې د هغه مړے خپلې كورنۍ ته وسپارلے شو نو معلومه شوه چې دا 2022 څخه مسنګ پرسن ډيكليئر ؤ ۔ده ووئيل دا ډېره تشويشناكه خبره ده ٬ د دې ترهه ګر په اړه تېرو دوو كلونو څخه دا كمپائن روان ؤ چې دا بې دركه د ے۔ده ووئيل ګوادر پورټ زمونږ تجارتي مركز دے٬د سي پېك برخه دے ٬په دې بريد زمونږ په مع??شت بريد شوے ۔ده ووئيل په هېواد كښې به امن راوستلو لپاره حكومت خپل بشپړ كردار ادا كوي۔ده ووئيل تحريك انصاف دا مهال د ستونزو سره مخ دے٬ګوهر خان جلا او شيرافضل خان جلا خبره كوي٬پي ټي آئي لارښود په يو بل تورونه لګوي۔ده ووئيل پي ټي آئي يو قامي ګوند دے خو د دوي د مشرانو رويه داسې ده څنګه چې د وړو ماشومانو وي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ له په قومي دائره كښې اتحاد او اتفاق د راپیدا كولو ضرورت دے۔د هېلت انشورنس پروګرام په اړه د يوې پوښت??ې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د خبريالانو او رپورټرز خېرښېګړه د اطلاعات او خپرونو وزارت ذمه واري ده٬زمونږ هڅه ده چې دا پروګرام فعاله پاتې شي۔چين سره د اړيكو ذكر كښې وفاقي وزير ووئيل شهباز شريف د وزيراعظم منتخب كېدو نه پس په نړيواله كچه ټر تولو وړومبې مركه د چين نيوز ايجنسۍ شنهوا سره كړې٬د وزيراعظم د انتخاب نه سمدستي پس د چين څخه د مباركۍ پیغامونه راغلې٬چين سره به زمونږ ملګرتيا نوره هم زياته شي۔ده ووئيل زمونږ ټول پام سي پیك پلو دے۔د غېر قانوني مېشته وګړو په اړه د يوې پوښت??ې په ځواب كښې د اطلاعات وزير ووئيل داخله وزير په دې اړه نيټه هم وركړې ٬محسن نقوي په حقله كار كوي٬دا خلق په مع??شت بوج دے٬كه چرې د دوي رجسټرېشن نه وي نو د دې خبرې څارنه پكار ده چې دا خلق دلته څه هلې ځلې كوي۔د يوې پوښت??ې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف دا غوره وګڼله چې د اقتصادي رابطه كمېټۍ چيئرمېن شپ د خزانې وزير سره پكار دے٬كه چرته ډېره مهمه معامله وي نو وزيراعظم له دې يوسي۔وزيراعظم د معاشي اصلاحات په اړه د ځينو غونډو مشري هم كړې٬د هغه مصروفيات زيات وي ځكه هغه دا مناسب وګڼل چې د اي سي سي چيئرمېن شپ د خزانې وزير سره پاتې كېدل پكار دي۔د يوې پوښت??ې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم وژن دے ??ې په غريب د لږ نه لږ بوج واچولې شي او د زيات نه زيا?? رعايت وركړے شي۔ده ووئيل زمونږ پام د مع??شت استحكام پلو دے٬تېر ځل چې د پي ډي اېم حكومت ؤ نو زمونږ ټول پام هېواد د ډيفالټ څخه بچ كولو ته ؤ٬په دې لړ كښې آئي اېم اېف سره ايګريمنټ وشو او معاملات سم شو٬ده ووئېل د چين په ماريټ كښې د پانډا بانډز په اجرا غور روان دے ٬دې څخه به مع??شت ښه شي۔ده ووئيل د روژې مباركې مياشت په مهال 12 اربه روپۍ سبسډي پیكج وركړے شوے ۔
تحريك انصاف د بې اتفاقۍ ښكار دے٬د پي ټي آئي لارښود لكه ماشومان پخپل مينځ كښې جنګېږي٬پي ټي آئي بايد معيشت لپاره خپل كردار تر سره كړي ۔عطاﺀ الله تارړ
Oriental Prosperity Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : sorteios quina