آستانه 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز ش??يف د شنګھائي مرستې تنظيم کونسل آف هيډز آف ??سټيټ غونډه او د اېس سي او پلس مشرانو غونډو كښې ګډون لپاره د قازقستان پايه تخت آستانه ته ورسېد۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د آستانه په نور سلطان نذر بائيوف نړيوال هوائي مېدان د قازقستان وزيراعظم اولهاز ب??کټونوف، د قازقستان نائب وزيراعظم علي بيک بيکايوف، د آستانه مئير زهينس قاسم بېك، په قازقستان كښې د پاكستان سفير نعمان بشير او نورو سفارتي كارمندانو د وزيراعظم هركلے وكړو٬ وزيراعظم به په درېمه او څلورمه جولائي كال 2024 په آستانه، قازقستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم کونسل آف هيډز آف ??سټيټ غونډه (سي اېچ اېس ) او د اېس سي او پلس مشرانو په غونډو كښې ګدون كوي٬ وزيراعظم به د مشرانو غونډې په مهال ګډون كوونكو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔
وزيراعظم شهباز شريف د سي اېچ اېس او د اېس سي او پلس مشرانو غونډو كښې ګډون لپاره د قازقستان پايه تخت آستانه ته ورسېد
जीली इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی