اسلام آباد۔3ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف معاشي استحكام ٬ محصولات وصول??لو كښې د بدعنوانۍ مخنيوي ٬ قاچاق ختم??لو ٬ د فعاله روزګار موقعې رامخې ته ك??لو او خرڅونو كښې كمي ك??لو له د عزم پخلي ك??لو سره وئيلي دي چې د ګرانۍ بوج په دمه دمه مخ په كمېدو دے ٬ د ګرانۍ شرح په اګست كښې 9.6 فیصده څخه لاندې راغلې ده، رائټ سائزنګ او ډاؤن سائزنګ سره سره په ګرځنده قرضونو كښې به هم كمي راوستل وي٬ آئي اېم اېف سره دا بايد زمونږ وروستې پروګرام وي ٬ هېواد به په خپلو اودرېدو سره پرمختګ وكړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې د خبرو په مهال وكړه۔ وز??راعظم ووئيل د ګرانۍ بوج په دمه دمه مخ په كمېدو دے۔ په اګست كښې د افراط زر شرح 9.6 فيصد ته راغلې ده۔ تېر كال دا 27 فيصده وه او دا يوه زياته خوشبينه خبره ده۔ په دې لړ كښې د خزانې وزير ٬ د سټېټ ب??نك ګورنر او د ټ??لو اړوندونو وزارتونو افسرانو كاركردګي د ستائنې وړ ده ده ووئيل دا يوه په زړه پورې كاميابي ده ٬ سفر اوږد دے خو مونږ له به تندۍ سره مخ په وړاندې تل?? وي٬ معيشت ته به ترقي وركول او په دې كښې به استحكام راوستل وي٬ د روزګار موقعې به زياتول وي٬ په خرڅونو كښې تندۍ سره كمې كول دي ٬ دې لپاره رائټ سازنګ او ډاؤن سائزنګ هم باوري كول دي٬ د بجلۍ او ګاز ګرځنده قرضې هم كمول دي۔ وز??راعظم ووئيل د ټېكس غلا او بدعنوانۍ مخنيوې كول دي٬ د روزګار موقعې رامخې ته كول زمونږ ترجيح ده۔ دې سره سره قاچاق به هم ختمول وي٬ په دې ټ??لو چارو شپه او ورځ كار روان دے٬ سفر سخت ضرور دے خو ناممكنه نه دے٬ كه مونږ خپل هدفونه تر نظر لاندې وساتؤ نو مونږ به خپل منزل كه پاك پروردګار ته منظور وي ضرور ورسؤ۔ ده ووئيل كه د زباني خبرو په ځايې عملي كار ته پام وګرځوؤ نو خپل مقصدونه ترلاسه كولې شوؤ۔ ده ووئيل د معيشت بهترۍ لپاره په ټ??لو جهتونو كښې په جدي توګه مخ په وړاندې روان يؤ۔ ده ووئيل شپه او ورځ خواري كوؤنكو قامونو خپل حالات ښه كړل ٬ پاكستان ته پاك پروردګار بلها معدنيات ٬ قدرتي وسائل او قابل ذهنونه وركړې دي۔ پاکستانے قام او په خاص توګه ځوانان زيات صلاحيت لرونكي دي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام لوازمات ترسره ك??لو له اقدامات كوؤ۔ آئی اېم اېف بورډ ته زمونږ د كېس تل??و سره به نوے سفر پېل شي خو د آئي اېم اېف دا پروګرام بايد زمونږ د هېواد د تاريخ وروستے پروګرام وي۔ ده ووئيل هېواد به پخپلو پښو اودرېدو سره پرمختګ وكړي۔
د وزيراعظم د كابينې غونډې ته خطاب ٬ معاشي استحكام ٬ محصولات وصولولو كښې د بدعنوانۍ مخنيوي ٬ قاچاق ختمولو ٬ د فعاله روزګار موقعې رامخې ته كولو ٬ خرڅونو كښې كمي كولو له د عزم پخلے
Dragons and Treasures Reputable Betting Website
Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs Federal Cabinet Meeting in Islamabad on August 13, 2024.
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania