اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) علماء کرامو او مشائخو په هېواد كښې د انتهاء خوښو او ترهګرو بيانيه مسترد كړې۔ دا خبره جمعې په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره د مرکزي رؤيت هلال کمېټۍ چيئرمېن مولانا عبد الخبير آزاد په مشرۍ كښې د هر مكتبه فكر علما کرامو او د نورو مذهبي مشرانو ملاقات كښې كړې۔ په متفقه اعلاميه كښې ووئيل شول اسلام د امن دين دے كوم چې د انسانيت د احترام او د تشدد نه د پاكې معاشرې درس وركوي٬ د هېواد په موجوده حالاتو كښې بين المسالك او د بين المذاهب همغږۍ او قامي يووالے د وخت مهمه تقاضه ده٬ څوك بې ښې بې بدې د قتلولو اسلام بېخي اجازه نه وركوي٬ په اعلاميه كښې خوږ هېواد پاکستان لپاره د وسله ??ال?? ځواكونو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ د اعلاميه له مخې ټول قام خپلو مېړنو وسله ??ال?? ځواكونو سره ولاړ دے۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول اسلام د اقليتونو، مېرمنو او د كوچنيانو د حقونو ضامن دے٬ پېغام پاکستان، د پاکستان ھغه عظيمه بيانيه ده كومه چې به د منبر او محراب د لارې د هر كور غږ جوړوٶ٬ دا وخت په هېواد كښې د اړي ګړې نه بلكې د اتحاد٬ اتفاق او د قام او امنت يو بل سره د تړلو دے۔ په ملاقات كښې مولانا ضياء الرحمن امام فېصل مسجد، مولانا م??مد طيب قرېشي چيف خطيب خېبرپښتونخوا،علامه مختيار ا??مد نديم چيف خطيب پنجاب،علامه شبير حسن سيکرټري جنرل شيعه علما کونسل پاکستان،علامه عارف حسېن واحدي،مفتي ګلزار ا??مد نعيمي، مولانا تنوير ا??مد علوي، مولانا سردار م??مد لغاري، مفتي فرحان نعيم، مولانا عبدالظاهر فاروقي، مولانا عبدالعزيز، مولانا هارون الرشيد بالاکوټي، علامه سجاد حسېن نقوي، علامه مصطفي حېدر نقوي، مولانا حسېن علي، مفتي يوسف کشميري، مولانا مقصود ا??مد توحيدي، مولانا عابد اسرار، قاري بلال ګولړوي، سردار رنجيت سنګھ ګياني، مولانا اکرام الٰهي ظهير، مولانا عبدالسلام جلالي، مفتي ابوبکر صديق، علامه سعيد ا??مد اعوان، مولانا ملک امجد اعوان، ډاکټر ارشاد ا??مد خان، صاحبزاده عتيق الله مظهر، بشپ ډاکټر جوزف ارشد، پير ممتاز ا??مد ضياء نظامي، مولانا م??مد اقبال نعيمي، علامه م??مد رشيد ترابي، فهد جميل، پروف??سر ظفرالله جان او نور مشرانو ګډون وكړو او د دې نه علاوه وفاقي سيکرټري داخله ، چيف کمشنر اسلام آباد، آئي جي پوليس اسلام آباد، ډپټي کمشنر اسلام آباد او اړوند چارواكي هم موجود وٶ
علماء کرام او مشائخو په هېواد كښې د انتهاء خوښو او ترهګرو بيانيه مسترد كړې۔ د وفاقي وزيرانو سره د مرکزي رؤيت هلال کمېټي چيئرمېن علما کرامو او مشائخ عظام سره د ملاقات نه وروستو متفقه اعلاميه
Clown Wild Entertainment Reliable Platform
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ