اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د آزادې 75مه ورځ پاكستاني قوم لپاره يوه تاريخي ورځ ده، نن ټول قوم د نيمې وچې مسلمانانو ته پاكستان جوړولو لپاره په بې مثاله هڅو پېرزوينې او په لازوال قربانيو د عقيدت نظرانه وړاندې كوي، قيام پاكستان د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح مقصد لپاره د خوارې، كلك عزم، محنت او هڅو په وجه ممكنه شوے، په كال 1930م كښې د تصور پاكستان وړاندې كېدو نه پس يوازې د 17 كلونو په لنډه موده كښې پاكستان د نړۍ په نقشه د لوي اسلامي هېواد په توګه رامخې ته شو، د پاكستان قيام د كومې معجزې نه كم نه و كوم چې نه يوازې دوست او دښمن حېران كړل بلكې د ټولو قياسونو او پېشن ګوئيو په ضد ئې په نړۍ كښې خپل انفرادي حيثيت په ځائ وساتلو. د پاكستان د آزادې 75مې ورځې په موقع د قوم په نامه په خپل پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې كه يو خوا د آزادې 75مه ورځ د ډېر خوشحالې او جشن سبب ده ورسره دا په اجتماعي او انفرادي كچه د خود احتسابې يوه موقع هم ده. وزيراعظم ووئيل چې د قوم په توګه مونږ په اووه نيمو لسيزو كښې ډېرې كاميابې ترلاسه كړې دي، زمونږ په سلامتيا ?? بهرنيو بريدونو پوخ ځواب نه واخله تر يو متفقه قومي آئين جوړولو، د نړۍ اووم نيوكليئر طاقت او د ترهګرې مقابله كو??و سره په اجتماعي توګه دې ته تر ماتې وركولو مونږ نه يوازې پرله پسې هڅو سره د دې هېواد حفاظت كړے بلكې شپه او ورځ مو د دې پرمختګ او خوشحالې لپاره هڅې هم كړې دي. ده ووئيل چې د اولې ورځې نه دا هېواد ستونزو سره مخ پاتې شوے خو زمونږ ?? بهادر قوم جذبې ټولې ستونزې له مېنځه وړې دي خو دا هم يو منل شوے حقيقت دے چې د سماجي او معاشي برابرې، د قانون حكمرانې او د مساواتو په بنياد د كوم هېواد خوب چې زمونږ مشرانو ليدلې و مونږ تر اوسه پورې تعبير ورنه كړے شو. وزيراعظم ووئيل چې مونږ نن په يو آزاد هېواد كښې ساه اخلو او دې لپاره چې مونږ د خپل رب هرڅو??ره مننه وكړو كمه ده خو حقيقي آزادي د ضرورتونو، لوږې، افلاس او د پسماندګي څخه د آزادې نوم دے. تر څو چې مونږ په معاشي توګه يو خپلواكه رياست نه يو جوړ شوي، تر هغه وخت به د مكمل آزادې دا خوب د حقيقت جوړېدو نه محروم وي. ده ووئيل چې كوم هم قوم لپاره كورنې اړې ګړې، په خپلو كښې تقسيم او د انشتار نه زيات بل خطرناك څيز نه شي كېدے ځكه چې داسې منفي عناصر نه يوازې ملي وحدت او قومي سلامتيا ته زيان رسوي بلكې ټولنه د هغې د مقصد نه محرومه كوي. قائداعظم په دې عواملو ښه پوهه و ځكه هڅه د دې مخ نيوي لپاره د ايمان، اتحاد او نظم و ضبط درس وركړو. وزيراعظم ووئيل چې زه په خپل قوم او غيور ځوانانو باور لرم چې دوي به په يقيني توګه د هېواد كشتې د دې وختي سېلې نه ډېر زر وباسي. وزيراعظم ووئيل چې راځي لوظ وكړو چې مونږ به پاكستان د خپلو مشرانو د نظرياتو له مخې يو فلاحي رياست جوړوو. وزيراعظم ووئيل چې د جشن آزادې په 75مه تاريخي ورځ زه ټول قوم او سمندر پورې پاكستانيانو ته د زړه د كومي نه مباركي وايم. پاكستان، پائنده باد.
د آزادې 75مه ورځ پاكستاني قوم لپاره يوه تاريخي ورځ ده. د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د آزادې 75مې ورځې په موقع پېغام
XXXtreme Lightning Baccarat Credit Website
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ