APP64-170822
RAWALPINDI: August 17 - Prime Minister Shehbaz Sharif offers Fatiha for Lt General Sarfraz Ali, who got martyred in Blaochistan helicopter incident, at his residence. Minister for Defence Khawaja Asif and Minister for Information Marriam Aurangzeb also accompanied the Prime Minister. APP
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د لسبيله بلوچستان چورلكې په پېښه كښې د شهيد شوي كور كمانډر 12 كور لېفټيننټ جنرل سرفراز علي شهيد كور ته تللے چرته چې هغه د شهيد لپاره لاس نيوه كړې او كور??ۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دفاع وزير خواجه آصف او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم د وزيراعظم سره وه۔وزيراعظم د لېفټيننټ جنرل سرفراز علي شهيد لپاره فاتحه خواني وكړه او د هغه كور??ۍ سره يې غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل زمونږ شهيدان زمونږ وياړ دے٬د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د وطن حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قربانولو نه كله هم ډډه نه ده كړی۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد جنګ وي يا كوم بل قدرتي آفت٬ د پاك پوځ ځوانان او افسران تل د قام محافظ په توګه مېدان ته راوتلي۔ وزيراعظم و??ئې?? زما پشمول ټول قام شهيدانو ته په دې قربانيو پیرزوئنې وړاندې كوي۔وزيراعظم د دې څخه وړاندې د اګست په 14مه نېټه د ميجر طلحه منان شهيد كور??ۍ سره غمرازۍ لپاره د هغه كور ته تللے ؤ