لاہور۔4 اکتوبر(اے پی پی) د لاهور احتساب عدالت د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د هغه د زوي حمزه شهباز او د ده د كورنۍ د نورو كسانو په ضد د مني لانډرنګ او د آمدن نه د زي??تو اثاثو په مقدمه کښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف د دايمي حاضري معافۍ درخواست منظور کړے دے۔ عدالت وزيراعظم شهباز شريف ته عدالت ته د وړاندې كېدو لپاره د خپل استازي غوره كولو اجازه وركړې ده او د حمزه شهباز د يوې ورځې حاضري معافۍ درخواست يۍ منظور كړې دې۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت جج قمر الزمان د كېس اورېدنه وكړه۔ په عدالت كښې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د دايمي حاضري معافۍ درخواست جمع كړے شوے وو په كوم كښې چې موقف اختيار كړے شوے وو چې وزيراعظم د روزانه په بنياد په حكومتي چارو كښې مشغول پاتې كېږي او په ځينې وختونو كښې بهر دورې كول هم وي چې ل?? امله يۍ عدالت ته حاضرېدې نه شي٬ ځكه دا خ??است كولې شي چې د حاضرۍ څخه دې بشپړه استثنا وركړې شي۔ عدالت د دې منظوري وركړه او د دې كېس ??ما??ت يۍ تر 25 اكتوبر وځنډولو۔ بلخوا عدالت په راتلونكي ??ما??ت ګواهان بيان قلمبند كولو لپاره هم راوبلل
عدالت په مني لانډرنګ كېس كښې وزيراعظم شهباز شريف ته حاضرۍ څخه دايمي استثنا وركړه
Turkish Lightning Roulette Online Betting
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر