APP45-251122
ISTANBUL: November 25 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif and Turkish President Recep Tayyip Erdogan jointly launch PNS Khyber, third of the four MILGEM Corvette ships for Pakistan Navy. APP
استنبول 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکيه سرمايه کارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي ترکيه سره د دوه اړخيزه تجارت پشمول په ټولو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم لرو٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان او تركيه يو دي٬ په نړيواله كچه په بېعو كښې د بلها اضافې له امله پرمختګ كوٶنكي هېوادونه زيات ځپلے كېږي۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه تركيه خپل د??ېم كور ګڼم، د صدر رجب طيب اردوان د زړه د اخلاصه په كوربتوب ډېره مننه كوم۔ ده ??وئيل پاکستان او ترکيه عمر له په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې٬ ده ??وئېل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې چې پاكستان ته ځاني او مالي زيان رسېدلے ، د ترهګرۍ په ضد پاكستان او تركيه يو دي ۔ ده ??وئيل تركيه سره د دوه اړخيزه تجارت پشمول په بېلو څانتګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان چين سره په ګډه د سي پېك منصوبې مخ په وړاندې ??يائي، د سي پېك بشپړتيا سره به په منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي۔ ده ??وئيل د تركيه سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوم٬ پاکستان كښې د سرمايه كارۍ بلها او پراخه موقعې موجود دي۔ ده ??وئيل پاكستان او تركيه يو زړه او دوه قالبه دي او مثالي وروڼه هېوادونه دي۔ د تركيه صدر رجب طيب اردوان پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل مونږ نن په مشتركه توګه د پې اېن اېس خېبر لانچنګ كړے، مونږ پاكستان سره په ګډه يو شمېر منصوبې ترسره كړي۔ ده ??وئيل د??اړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري٬ د ترهګرۍ په ضد به د پاكستان هر ډول ممكنه مرسته كوٶ٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد بشپړ اقدامات كړي۔ ده ??وئيل مونږ د پاكستان د سېلاب ځپليو خپلو وروڼو خوېندو هر ډول ممكنه مرسته كړې۔ ده ??وئيل په دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه زمونږ په ترجيحات كښې شامله ده ، پاکستان او تركيه په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته او ملګرتيا كړې او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو ډول دريځ لري