اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزيرا??ظم شهباز شريف وئيلي دي چې هېواد كښې د غنمو پراخه زېرمې شتون لري۔ هېچا ته به اجازه ورنکړې شي چې په هېواد کښې د غنمو مصنوعي ك??ښت پيدا کولو سره غير قانوني ګټه پورته کړي٬ حكومت به بې وزله اولس لپاره د اوړو مصنوعي ك??ې پېدا كولو سره د ګرانۍ صورتحال رامخې ته كوؤنكو ته بشپړه سزا وركړي۔ د وزيرا??ظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيرا??ظم د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د غنمو او اوړو مصنوعي قلت ٬ ذخيره اندوزۍ او د ناجائزه ګتې پورته كېدو په اړه د لوړې كچې يوه بېړنۍ غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬ د وزيرا??ظم سلاكار احد چيمه٬ اړوندو وفاقي اعلی چارواكو او د صوبو چيف سېكترانو ګډون كولو۔ وزيرا??ظم ووئيل هېواد كښې د غنمو پراخا ??خيرې شتون لري۔ په هېواد كښې به چاته د غنمو مصنوعي قلت رامخې ته كولو سره د بيعو زياتولو اجازه ورنكړؤ۔ وزيرا??ظم هدايت وكړو چې صوبې دې خپلو او د پاسكو ګو??امونو څخه د غنمو فلور ملز ته په وخت رسېدل باوري كړي٬ صوبې دې د غنمو په وخت ترسيل لپاره خپل ګو??ننس پياوړې كړي۔ اړوندې وفاقي او صوبائي ادارې دې د اوړو او غنم ذخيره كوؤنكو په ضد سخت ګامونه پورته كړي۔ حكومت به بې وزله اولس لپاره د اوړو مصنوعي قلت پېدا كولو سره د ګرانۍ صورتحال رامخې ته كوؤنكو ته بشپړه سزا وركړي۔ وزيرا??ظم ووئيل په تېرو 5 ورځو كښې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د اوړو 40 كلو تروړې په بيعه كښې نزدې د 1000 روپو كمې شوې دې كومه چې يوه ښه خبره ده۔ په غونډه كښې وزيرا??ظم په هېواد كښې د غنمو د موجوده ګو??امونو جاج واخست۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په هېواد كښې د غنمو پراخا ??خيرې شتون لري او صوبو ته هدايت جاري ك??لې شي چې هغه دې پاسكو ذخيرو څخه فلور ملز ته د غنمو ترسيل لا تند كړي٬ د نورو 1.3 ملين ميټرك ټن درآمدي غنمو سټاك هم هېواد ته رارسېدلې دې او د جنورۍ تر پايې به دومره نور سټاك هم پاكستان ته راورسي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د روان كال د سيزن په اختتام به كېري فارورډ سټاك 1.4 ملين مېټرك ټن شي ك??م به چې د نوي سيزن پېل كېدو څخه وړاندې د هېواد د خوراك ضرورتونو ترسره كولو له كه لويې څښتن ته منظور وي كافي شي۔ وزیرِ ا??ظم د غنمو په موجوده ذخيرو د اطمينان څرګندونه وكړه او صوبو ته يۍ هدايت وكړو چې د غنمو ترسيل په لړ كښې خپل ګو??ننس پياوړې كړي۔
د غنمو پراخا زېرمې شتون لري٬ حكومت به د اوړو مصنوعي كمښت رامخې ته كولو سره بيعې زياتوؤنكو ته بشپړه سزا وركړي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Pheasant APP download
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria