اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان او د سع??دي عربستان د كورنيو چارو دوهم وزير ناصر بن عبدالعزیز د روډ ټو مكه منصوبې بشپړ نفاذ ته اتفاق كولو سره وئيلي دي د دې منصوبې لا??دې به حج له تلونكو ??ه په پاكستان كښې د امېګرېشن آسانۍ وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله او د سع??دي دوهم وزير ډاكټر ناصر بن عبد العزيز ترمينځه د پلاويو په كچه ملاقات وشو۔ د كورونيو چارو دوهم وزير عبدالرحمن کانجو، سېكرتري سید علی مرتضیٰ او نور اړوند چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔ په ملاقات كښی په پاك سع??دي اړيكو ??و د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د دې منصوبې په راتلونكي پړاؤ كښی د كراچۍ او لاهور ائيرپورټس څخه په پېل كولو هم اتفاق وكړے شو دغسې چې زياتو نه زيات حاجيان صاحبان دې آسانۍ څخه استفاده وكړې شي۔ په دې لړ كښې به د لوظنامې لاس ليك كولو دستوره نن په وزيراعظم هاؤس كښې كېږي۔ په ملاقات كښې د پاكستاني پاسپورټ لرونكو ??رمي مسلمانانو مسئله هم په مشاورت سره په حل كولو موافقت وكړے شو۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سع??دي وزير سره په سع??دي زندانونو كښې د بنديوان پاكستانيان زر راخوشې كولو په اړه هم خبره وكړه ٬ په دې سع??دی وزیر ووئيل 108 پاكستاني وګړي خوشې كړې شوي او د يو شمېر نورو كېسونو تحقيقات كولې شي۔ ده وفاقي وزير ته د دې ډول بنديوانو زر تر زره د راخوشې كولو باور وركړو۔ د ګډې چېنلنجونو مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو د كورنيو چارو وزارتونو د دوه اړخيزه کوارډینېشن په لا ښه كولو موافقت وكړو۔ دې څخه وروستو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د سع??دي وزير په درناوي كښې د غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه په كومه كښې چې د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ، د مذهبي چارو وفاقی وزیر سېنېټر طلحه محمود او وفاقي وزیر شاہ زېن بګټي هم موجود وو۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل د روډ ټو مكه پراجېكټ لا??دې به اسلام آباد ائيرپورټ څخه 26 زره حاجيانو صاحبانو ته آسانۍ وركولې شي۔ د سع??دي داخله وزير باور راكړے چې دا شمېره به 40 زره ته رسولې شي او د راروان كال په مهال به د لاهور او كراچۍ حاجيانو صاحبانو ته هم دا آساني وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د سع??دي اولس سره د مينې خپلولي لري٬ مونږ خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز سره مينه او انسيت لرؤ۔ ده ووئيل سع??دي عربستان سره زمونږ اړيكې 75 كاله پخوانۍ دي خو د حجاز پاك زمكې سره زمونږ روحاني او جذباتي تړون د سوؤنو كالو پخوانے دے۔ ده ووئيل د ټول اولس او وزيراعظم شهباز شريف لخوا د سع??دي خادم الحرمېن شريفېن روغ صحت له دعا كوؤ او سع??دي ولي عهد محمد بن سلمان ته د پاكستان دورې بلنه وركوؤ۔ سع??دي وزير په تود هركلي او درنه مېلمستيا كولو د خپل او خپل پلاوي لخوا د پاكستاني حكومت او وفاقي وزير مننه وكړه۔ ده ووئيل مېلمستيا د پاكستاني اولس پخوانے صفت دے۔ ده ووئيل زه د پاكستان دورې په مهال زياته خوشحالي محسوسوم۔ په بېلو چارو خبرې وشوې او او د ځينو په اړه موافقت سره پرېكړې هم شوي۔ ده ووئيل د پاكستان او سع??دي عربستان ترمينځه اړيكې اوسنۍ نه بلكې دا يو اوږد تاريخ لري٬ مونږ دې ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له لاس په دعا يم
د روډ ټو مكه منصوبې لاندې به حج له تلونكو ته په پاكستان كښې د امېګرېشن آسانۍ وركولې شي٬ رانا ثناﺀ الله خان ٬ ناصر بن عبد العزيز
Egyptian symbol online entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت