اسلام آباد۔2جون (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي حكومت به راروان بجټ 2021-22 كښې بې وزله وګړو ته زيات ريليف وركړي۔ حكومت ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنه كوي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل هېواد كښې د كورونا وبائي رنځ د لاسه رامخې ته شوو غېر معمولي حالاتو كښې بجټ وړاندې كولې شي۔ بجټ كښې د حكومت اولنۍ ترجيح داسې څانګو ته وده وركول دي كومې چې د كورونا د لاسه زياتې ځپلې شوي۔ عثمان ډار ووئيل نړيواله ورورولي د كورونا وائرس مخنيوي لپاره د پاكستان د كاميابو هڅو اعتراف كوي۔ هغه ووئيل حكومت دا خبره باوري كوي چې د ورځې به اجرت كار كوونكې ملازمين د كورونا وبا په مهال د ملازمت نه لرې نه كړے شي ۔ عثمان ډار ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلو له د ټولو ادارو په ګډه كار كول د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل حكومت هېواد كښې معيشت مستحكم كولو او كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو له شپه او ورځ هڅې كوي
حكومت به راروان بجټ كښې بې وزله وګړو ته زيات رېليف وركړي۔ د وزيراعظم خصوصي مرستيال عثمان ډار نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت